Homeخبرونهاماراتو د پورونو له غوښتلو وروسته له پاکستانه خپل لوبغاړي هم وروبلل

اماراتو د پورونو له غوښتلو وروسته له پاکستانه خپل لوبغاړي هم وروبلل

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د متحده عربي اماراتو او پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا په دوام کې د پاکستان د کرکټ له غوره لیګ څخه اماراتي لوبغاړي خپل هیواد ته وروغوښتل شول.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پرون (یکشنبې) متحده عربي اماراتو خپلو هغو لوبغاړو ته، چې د پاکستان د غوره لیګ سیالیو په لړ کې په (کراچي کینګز) لوبډله کې لوبېدل، وویل چې خپل هیواد ته وروګرځي.

په کراچي کینګز لوبډله کې دوه اماراتي لوبغاړي لوبېدل. مخکې له دې چې کراچي کینګز له پېښور زلمي سره مخامخ شي، اماراتي لوبغاړي خپل هیواد ته ستانه شول.

متحده عربي اماراتو دا پرېکړه لږ وروسته له دې وکړه چې له پاکستان څخه یې د خپل پور غوښتنه وکړه.

د اماراتو حکومت پاکستان ته ویلي چې فوراً د دغه هیواد پورونه ورکړي. پاکستان ورته ویلي چې په درو پړاوونو کې به د اماراتو پور ادا کړي.

ټاکل شوې ده چې پاکستان په روانه اپریل کې په درو قسطونو کې د متحده عربي اماراتو څه باندې درې نیم میلیارد ډالره پور پرې کړي.

د اماراتو دې غوښتنې په پاکستان کې د اسعارو د کموالي اندېښنه زیاته کړې او ځینو پاکستاني چارواکو ویلي چې یوازینۍ لاره دا ده چې بیا هم له سعودي عربستان څخه نور پور واخلي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې د چین یوې سترې کمپنۍ هم له پاکستانه غوښتي چې فوراً د دوی پور ادا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...