Home+د ختیځ د ويښتابه قاعد او د پان اسلامیزم بنسټګر | یونس...

د ختیځ د ويښتابه قاعد او د پان اسلامیزم بنسټګر | یونس تنویر

د سید جمال الدین افغاني معرفي

لومړۍ برخه

لیکوال: یونس تنویر

پېژندنه، تبعید او سفرونه :

سید (رح) چا افسانه کړ او ولې افسانه شو؟ د ده په اړه روایات څه دي او ولې ځینې روایات په ده پسې تړل کېږي؟ دا دوه ډلې لیکوال او څېړونکي دي. یوه ډله سید (رح) افغانی، سني، مدبر سیاستوال، انقلابي شخص، د زمانې حکیم، افغان پېژندونکی، د پان اسلامیزم بنسټګر ګڼي. یوه بله ډله، چې سید ته ایرانی، شعیه، په افغانستان کې یو عادي کس، چې په ده پسې ځینې ناحقې افسانې جوړې شوې او حقیقت نه لري او نه یې دومره لوی عالم او حکیم ګڼي؛ ځکه د دوی په کلام او بیاناتو کې نیمګړتیا ده. دوی دومره سترې غلطۍ کوي، چې هېڅ ساري نه لري. د دې ډلې څخه یوه هم نیکي کیدي ده، چې د امیر شیر علي خان په وخت کې په افغانستان کې د انکریزانو د سفارت یوه ډیپلوماته وه او هغې خپلې دندې او راپورونه د خاطرو په بڼه لیکلي دي. دا کس دی، چې د سید په اړه دا ډول نظر لري. یانې د یوې انګریزې لیکنه د یوه افغان په حق کې او هغه هم د خاطرو په ډول، نو دا کېدای شي، چې د سید (رح) په اړه دې حقیقت وي؟

یو بل ایرانی، چې سید یې د ایران د همدان اسداباد د سیمې ګڼلی دی، دا کس استاد خسرو شاهي نومېږي او ده حتا د سید په لاس لیکل شویو متنونو کې هم لاس وهنې کړې او سید په اړه، چې نړۍوالو کتابونه لیکل شوي، نو له اصلي نسخو سره جوت توپیر لري، چې ښاغلي فاضل په بیدارګر عصر او اغلې ماریا دارو په خورشید شرق او ښاغلي سید الافغاني د ختیځ نابغه په کتابونو کې په ښکاره دلایلو رد کړي او د دغو بحثونو تحلیل د عماره په کتاب کې ډېر مستند راغلی او مستندې حوالې وړاندې شوې دي.

سید ته، چې په ټیټه سترګه ګوري، نو د هغوی ټول دلایل او تشویشونه په دغو پورته کتابونو کې وړاندې شوي دي او حل شوي او مستند شوي دي، چې په علمي طور یې هېڅ سیال نه شي کېدای. له خسرو وروسته د کرزي د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین د سید په اړه د نیکي کیدي نظریې را اخیستي او د سید(رح) خپلې لیکل شوې مقالې یې پرې رد کړې دي. همدا ډول میرزا لطف الله خان اسدابادي، چې د سید خوریې یې ځان معرفي کړ او سید یې اسدابادي معرفي کړی دی.

یونس تنویر

ښاغلي جهاني د سید د رد په اړه د سید مخدوم رهین (ګزیده اثار سید جمال الدین) او نیکي کيدي((Niki.R.Keddie) له کتابه(Cabul Diary)  اخذ کوي، چې اصل کې دا مېرمن د انګریزانو جاسوسه وه[1] او د هغې اقوال یې کارولي او نقد یې کړی، چې دا ډېر غیرمنصفانه تحقیق دی. سره له دې چې نیکي کیدي د سید (رح) نیچریه رساله انګریزي ته ژباړلې او بیا د همدې کس په خولې وایي، چې سید مازې افسانه وه، خو که افسانه وه؛ نو بیا ولې د سید نیچریه رساله دغې مېرمنې انګریزي ته ژباړلې وه؟

د سید په اړه یو بل افسانه جوړوونکی د (تاریخ اجمالی ایران) لیکوال میرزا محمد نصیر الحسیني دی، چې نوموړي ویلي دي، چې ما د ایران تاریخ د سید له خولې اورېدلی او بیا مې لیکلی دی. دی حتا تر دې حده افسانه ساز دی، چې وایي، ما چېرته د خلکو په منځ کې سید (رح) ولیده، نو پوښتنه مې وکړه، چې دا بزرګوار څوک دی؟ هغوی وویل، چې دا د همدان اسدابادي سیدجمال الدین دی، چې په افغانستان کې وزیر هم پاتې شوی دی او په دې لحاظ یې تخلص افغاني ايښی دی،[2] نو د دوی ټول اقوال په دې ډول دي.

 د سید (رح) په اړه دغه وګړي ناسمه نظریه لري او سید داسې خلکو ته پېژني، چې ده دومره زیات حیثت نه درلود، چې موږ یې د یوه ارزښت په توګه وساتو او یا یې نظریه ومنو، ځکه چې دی د افغانانو او سیکانو په تاریخ نه پوهېده او په سیاسي لحاظ هم دومره مدبر نه و، چې موږ یې افکار د یوه ارزښت په توګه مطالعه کړو.

د سید(رح) په اړه، چې کره نظریه لري او په دې برخه کې یې څېړنې کړې، د هغوی یوازې نومونه هم کفایت کوي، چې و دغو ته یې استدلال کړی. یانې دا کسان په ایران، افغانستان، هند، منځني ختیځ کې د تحقیق او تاریخ د څېړونکو سرڅڼې دي. دوی دومره مستند دلایل لري، چې هېڅ علمي تیوري یې ردولای نه شي. همدارنګه د دوی شمېر ډېر لوړ دی او د سید د مسکن په اړه یې مستندې حوالې وړاندې کړې دي.

په دغو کتابونو او څېړنو کې ویل شوي، چې سید افغان او د کونړ د اسعدباد په شیرګړ کې زېږېدلی او یو لوی عالم، حکیم او سیاستوال و، چې حتا انګریزانو په سوډان سیاسي معامله ور سره کوله. د محمد اعظم په دربار کې یو لوی سیاستوال، په مصر، ترکیې، هند، فرانسې او … کې یو مشهور شخص تېر شوی دی. په دې نوملړ کې د پوهاند حبیبي، ګل پاچا الفت، د فارسي شعر استاد سخن خلیل الله خلیلي، عبدالغفار شهباز عظیم ابادي، عبدالوهاب شیرازي، محمود طرزی(چې په سراج الاخبار کې یې د سید ژوند لیک راوړی)، مولوي عبدالحنان، شیخ رشید رضا، مولانا محمد امین خوګیاڼی، محمد منیر یعقوب افندي، احمد شرباصی، استاد صلاح الدین سلجوقي، شیخ محمد بشر ابراهیمي، شیخ محمد ابوریه، میر سعید بریمن، د داود خان د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکټر عبدالرحیم نوین، قاضي عبید الله صافی، استاد عبدالله سمندر غوریاني، استاد فضل الرحمن فاضل، ماریا دارو، دوکتور سعید افغاني، پوهان عبدالاحمد جاوید، مولانا ابوکلام ازاد[3]، میر غلام محمد غبار، عبدالله بختانی، د فارسي ژبې شاعر عبدالرزاق فاني، ډاکټر عنایت الله شهراني او نورو  نظريې د سید په اړه متحدې دي، چې د (بیدارګر عصر او خورشید شرق) په کتابونو کې راغلې دي.

دغو ټولو د سید له خپلو کتابونو او د سید په اړه د ده نږدې شاګردانو، چې دایم به په مجلس کې ورسره ملګري وو، لکه شیخ محمد عبده، چې عروت الوثقی جریدې محرر او د سید ځینې اثار یې په خپل لاس لیکلي دي او د هغه نوم په یادو لیکونو کې څرګند او ښکاره دی؛ مګر دوی بیا هم د سید په اړه ناسم دلایل وړاندې کوي.

یانې د دومره ډېرو مستندو حوالو باوجود ښاغلی جهاني د نیکي کیدي، سید مخدوم رهین او خسرو شاهي په دری نفره صف کې درېږي او جهاني دا هم مني، چې تر ډېره د دوی حوالې مستندې نه دي، مګر بیا هم د هغوی تشویشونه را وړاندې کوي او د خپلې خبرې سپر یې ګرځوي. دا په داسې حال کې، چې د دوی خبرې هېڅ دلیل نه شي کېدای، ځکه چې دوی د افغانانو له ارزښتونو کرکه لري.

دوی وایي، چې سید ښه مبارزه نه ده کړې او حتا د ځان په اړه یې هم څه نه دي ویلي، خو دوی په دې یقیني دي، چې سید هم ځان ته افغان ویلی دی، نو دوی وایي، چې سید افغان نه و. یانې په زوره یې له افغانیت څخه وباسي؛ خو سید د مسلمانانو د سیاسي یوالي لپاره،  چې کومه مبارزه کړې ډېره یقیني ده. دی بېشکه یو لوی مدبر او د ختیځ فکري سالار او مبارز پاتې شوی، خو تر اوسه هم مسلمانان د ده په تفکر خبر نه دي او د کفارو لپاره یو او بل وژني.

نن چې د پان اسلامیزم نظریه د مسلمانانو په سیاستونو کې قایمه نه ده، یو علت دا و، چې دوی د انګریز تر استعمار لاندې وو او لکه دا اوس چې مسلمان هېوادونه د امریکا تر سیاسي استعمار لاندې دي. دا داسې، چې  ظاهري مسلمان هېوادونه وي، مګر د سیاست چارې یې پر منافقت ولاړې وي.

د دې لویې او سترې مبارزې بنسټګر د ختیځ نابغه، لوی عالم، انقلابي شخصیت، د زمانې حکیم سید جمال الدین الحسیني افغاني، چې موږ د تبرک په وجه سید(رح) ورته وایو. نوموړی(رح) د سید صفدر زوی او د هېواد په یوه لویه کورنۍ (سعاداتو) کې پیدا شوی، چې د نسب په سلسله کې د احادیثو لوی عالم سید علي ترمذي(رح) او ان تر امام حسین بن حضرت علي کرم الله بن ابي طالب ته رسېدلی دی[4] او په دې ډول د دوی اکرام او احترام تفضلي صفت دی، چې حتا حمزه بابا هم د سید له خاندان سره د مینې په وجه ځان ته د تفضلي[5] خطاب کړی دی.

نوموړی د کونړ د اسعداباد په شیرګړ کې په (۱۲۵۴) هـ ل (۱۲۱۷) هـ ق (۱۸۳۸)[6] م کال کې زیږېدلی دی.[7] د دې کورنۍ مخورو امیر دوست محمد خان تر امارته ورسولو او دوی یې له ځان سره کابل ته بوتلل[8] او (۱۳۱۴)هـ ل(۱۲۷۵ )هـ ق (۱۸۹۸) م کال د استانې[9](استانبول) کې وفات شو. نوموړي لومړنۍ زده‌کړې په کابل کې د اته کلنۍ په عمر پیل کړې او تر اتلس کلنۍ پورې یې په خپل هېواد(افغانستان) کې د مروجو علومو زده‌کړې پای ته ور سولې او بیا (۱۲۷۲)[10] هند ته ولاړ او هلته یې د ریاضي زده‌کړې په ډېره عصري بڼه وکړې او هېواد ته را ستون شو. [11]

نوموړی د حج د فریضې د ادا کولو په موخه له افغانستان څخه حجاز ته ځي او دا سفر یې کابو یو کال اوږدېږي او په ۱۲۷۳ هـ ل کال کې مکې‌مکرمې ته رسېږي. کله چې له حج څخه راستون شو، نو د امیر دوست محمد خان د حکومتي رجالو په سلک کې دا خل شو. کله چې امیر په هرات چپاو ور وړو، نو سید (رح) هم له امیر سره په دې سفر کې ملګر و.[12]

امیر په هرات کې وفات کېږي او هرات تر اوږدې محاصرې وروسته فتحه کېږي او امیر شیر علي خان یې ولیعهد ټاکل کېږي. د ده په فکر کې ناجایز خیالات جاري شي او خپل وروڼه ونیسي او بندیان یې کړي. د امیر دری وروڼه و او سید (رح) د محمد اعظم خان له ملګرو و. همدا و، چې د محمد اعظم خان او د ده وراره امیر عبدالرحمن خان خبره غټېږي او د هېواد پایتخت نیسي. د مملکت نوم افغانستان اېښودل کېږي[13].

محمد افضل خان، چې د امیر عیدالرحمن خان پلار و، تر یو کال صدارت وروسته وفات کېږي او د هېواد واګې محمد اعظم خان ته په لاس ورځي او سید (رح) یې مشاور او یا د المخزومي د کتاب په حواله صدراعظم ټاکل کېږي.[14]

خو سید زیات وخت په دې موقف کې نه وي او له امیر سره خوابدی کېږي. همدا و، چې انګریزانو ته موقع په لاس ورغله، چې د افغانستان رهبري د محمد اعظم خان د کمزورو زامنو په لاس کې ده؛ نو هم هغه و، چې انګریزانو امیر شیر علي خان ته پیسې او مهمات ورکول او هېواد یې د انګریزانو په استعمار کې ورکړ. محمد اعظم ایران ته وتښتېد او سید (رح) په هېواد کې و، خو پر امیر شیر علي خان باندې ښه نه لګېده او سید(رح) د حج د زیارت پر موخه له امیر څخه اجازه واخیسته، خو د امیر شرط دا وي، چې د ایران پر لاره به نه ځي، ځکه چې لا هم محمد اعظم خان ژوندی و او په ایران کې اوسېده؛ نو هند ته لاړه او یاد حکومت د دوو میاشتو لپاره فناه ورکړه، خو چې کله سید هند ته ورسېد، نو هلته یې ډېر تود هرکلی وشو. برتانوي هند په وېره کې شو او ده ته یې د هند څخه د وتلو وویل. د سید (رح) پلیوني ډېر زیات ورټول شول او سید (رح) د خدای پامانۍ په جلسه کې د مسلمانانو د اتحاد او د هند ملکیت د مفادو په اړه ډېره تندې خبرې وکړې، چې کمزوري یې زړور کول او زړور به یې دلاور کول.

سید عملاً د هند وګړي د انګریزانو مقابلې ته سوق کړل. ده ورته وویل: « محمود غزنوي په وېستلې توره هند فتحه کړ، نو تاسو هند په ژړا فتحه کوئ؟ چې په مخکې مو ټول لس زره متجاوزین نه دي. که تاسو مچان هم وای، نو بیا به مو هم دغو متجاوزینو ته ماتې ورکړې وای.»[15]

سید (رح) مصر ته ولاړ او په مصر کې هم د انګزیزانو غلامانو ښه ورځ ورته ونه لیده. کابو څلوېښت ورځې هلته پاتې شو. په دې موده کې د جامعه الازهر سره یې اړیکې پیدا کړې. کله چې سید په مصر کې خبرې وکړې، نو د خلکو ذهنونه یې تسخیر کړل او د اسلامي اخوت جذبې یې پکې بلې کړې او هغه و، چې د حجاز له سفره تېر شو او استانې[16] ته ولاړ او په هغه ځای کې د ده افکارو ډېر پلیوني پیدا کړل او د وخت حاکمانو ته د ده افکار ډېر ومنل شول.

 شیخ الاسلام  حسن فهمي افندي په خپل مقام ووېرېده او په سید (رح) پسې یې جوړه کړه، چې دی نبوت ته د صفت نوم ورکوي[17] او د ده دلیل دا و، چې سید (رح) چېرته په یوه مجلس کې د صنعت[18] په بحث کې نبوت یادونه کړې وه؛ نو هم هغه و، چې صدراعظم(عالی باشا) د سید (رح) په ژوند او په خپلې کرسۍ ووېرېده او د سید(رح) د وتو فرمان یې صادر کړ او سید (رح) له هېواده ولاړ. نوموړي په خپل فرمان کې د خلکو په تنګ نظرۍ افسوس ښکاره کړی و.[19] سره د دې، چې سید (رح)  نبوت الهي پېرزوینه ګڼله او سید(رح)  اصل کې دا خبره د سیاست د رسالت پر بنا کړې وه؛ خو حسن افندي له حق څخه د باطل په طرف ولاړ و او په مقابل کې یې خلک د ده مقابلې ته راپارول.

لسان الحال[20] جریدې یې دغه ټوله کیسه کړې ده، چې دی له استانې وتلو او د ده پلیوني یو څه احساساتي شول، چې سید (رح) ډېر ورته په قهر شوی هم و، ځکه د ده پلیونو د ده په وتلو احساسات ښکاره کول.

سید (رح) مصر ته ځي او په مصر کې دا ځل د ده زیات استقبال کېږي او په مصر کې یې د تدریس چارې پر مخ یوړوې او ډېر پلیوني یې پیدا کړل او په سیاسي مسایلو او د حکومت په جوړوښتونو یې ډېر ګټور بحثونه کول. سید (رح) فرانسې کې هم درې کاله هجرت کړی دی او په یاد هېواد کې یې د العروة الوثقى[21]  په نوم یوه جریده په (۱۳) د مارچ(۱۸۸۴) م کال په فرانسه کې خپروله او د سید (رح) مقالې او بحثونه به پکې وړاندې کېدل، چې تر ۱۸ ګڼو چاپ شوه او بیا د مصر حکومت منع اعلان کړه.[22]

سید (رح) په یاده جریده (العروة الوثقى) کې د انګریزانو د استعماري سیاست په خلاف ډېرې توندې او د هغوی په سیاستونو یې تنقیدي لیکنې وکړې. هغه د انګریزانو په ضد لیکنې کولې، په ځانګړي ډول په مصر، هند او نورو اسلامي سیمو کې د دوی د ظالمانه تسلط او په لوټمارۍ تورنول. دا لیکنې دومره اغېزمنې وې، چې انګریزان یې ورخطا کړي وو. هممهاله احمد مهدي په سوډان کې د انګریزانو او مصري حکومت پر خلاف انقلاب راپورته کړی و. انګریزانو ته یو وار بیا پلمه په لاس ورغله، چې د مهدي انقلاب خاموشه کړي؛ نو له همدې امله یې پرېکړه وکړه، چې سید (رح) سره مستقیمې خبرې وکړي. په ۱۸۸۵ کې، کله چې انګریز محافظه کار حکومت (Lord Salisbury) واک ته ورسېد، سید (رح) لندن ته ورغی. هلته یې له مشهورو انګریز سیاستوالو سره لیدنې وکړې، په ځانګړي ډول له لارډ سالیسبري (Lord  Salisbury)  او لارډ رینډولف چرچل (Randolph Churchill) سره یې د سوډان او د اسلامي هېوادونو، چې د انګریزانو تر تسلط لاندې وو، خبرې وکړې. سید (رح) په دې لیدنو کې د انګریزانو په استعماري سیاست سختې نیوکې وکړې او په ښکاره ډول یې وویل، چې انګریزان په اسلامي نړۍ کې د خپلې لوټمارۍ لپاره هر ډول فریب او ظلم کوي. لارډ سالیسبري هڅه وکړه، چې سید (رح) ته نرمښت وښيي او ورته ویې ویل: « مونږ به له تا سره یوه هوکړه وکړو او که ته زمونږ سره مرسته وکړې، نو مونږ به تا ته د سوډان سلطنت درکړو.» سید (رح) په  ځواب کې ورته وویل:« دا یو عجیب تکلیف او ستاسو د سیاست یو بله غلطي او ناپوهي ده. جناب لارډه! ماته اجازه را کړئ، چې له تاسو څخه وپوښتم، چې ایا سوډان ستاسو ملک دی، چې تاسو له خپلې خوا ورته سلطان استوئ؟ مصر د مصریانو ملک دی او سوډان یې یو جز دی او د حق خاوند خلیفه اعظم حضرت سلطان ژوندی دی او هغه دومره مادي او معنوي لښکر لري، چې هر مشکل او هره فتنه خاموشه کړي.» [23]

دا خبرې دومره توندې او مخامخ وې، چې انګریزان حیران شول. سید (رح) نه یوازې، چې د سوډان حکومت یې رد کړ، بلکې په ښکاره ډول یې وویل، چې انګریزان باید له مصر او سوډان څخه خپل ځواکونه وباسي او مسلمانانو ته اجازه ورکړي، چې خپلې چارې په خپله سمبال کړي.

ښاغلي عبدالباري جهاني د سید(رح) پر دغو ټولو واقعیتونو باندې د سید مخدوم رهین د کتاب پر اساس رد کړی دی او ویلي یې دي، چې سید(رح) دومره د لوړې قریحې درلودنکی نه و. سره د دې، چې ده په خپلو لیکنو کې ویلي دي، چې د ده (رح) سوانح المخزومي په ډېر تفصیل سره راوړې دي. په دې کتاب کې د سید(رح) د خپلې خولې بیانیې  هم د رهین په نقل قولونو باندې رد کړې دي او د المخزومي تالیف، چې د سید(رح) سره نږدې پاتې شوی و، هغه یې یوه افسانه ګڼلې ده او دې ته یې نه دي کتلي، چې د رهین سوانح او حیثیت مطالعه کړي. حتا سید (رح) په خپله ویلي دي، چې زه په ۱۲۵۴ لمریز کال کې پیدا شوی یم او له نیمې پېړۍ زیات عمر مې تېر کړی دی او له خپلې خاورې افغانستان څخه وتلو ته اړ شوی یم.[24]

یانې سید په خپلو خاطرو کې څو ځلې یادونه کړې ده او ویلي یې دي، چې کله امیر شیر علي خان زما موجودیت په هېواد کې نه خوښاوه، نو په لومړي ځل له هېواده د وتو اجازه مې واخیسته، مګر میر محمد صدیق فرهنګ ویلي دي،چې نه سید پسې اخیستل شوی و، چې د نوموړي دا غلطي د نیکي کيدي له کتابه اقتباس کړې او ښاغلي فاضل په مستند ډول رد کړې ده.

ښاغلی جهاني د سید مخدوم رهین، چې د کرزي په وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و او له افغانیت سره یې تعصب ډېر ښکاره دی، نو د دغه کس په لیکل شوي کتاب د سید(رح) رد کېږي، نو ښاغلي سید مخدوم رهین به څنګه د سید(رح) په اړه کره خبره وکړي؟

د ده سوانح محقق استاد مرحوم شیخ محمد عبده لیکلې او عبده هغه څوک و، چې له ده سره ډېر نږدې پاتې شوی و او له سید (رح) څخه به یې فیض اخیسته.[25] نوموړي د ده په سوانح کې لیکلي دي، چې سید (رح) په شرق کې دومره حایل شوی او پاتې شوی و، چې ټول اهل اسلام او د مسلمانو خیر غوښتونکو ملتونو به خپل ګاڼه. دا یو معمول دی، چې لوی اشخاص د یوې جغرافیې او یوې ټولنې نه وي، بلکې د درستې اسلامي نړۍ یو علمبردار شخص وي. د فارسي، اوردو، عربي او ځینو نورو شرقي ټولنو لوی شاعران، لیکوال او روحانیون د ټول اسلامي امت وي، نو په دې وجه هر څوک یې خپل ګڼي.

سید (رح) د شرق په ټوله خاوره کې یوه لویه علمي سلطه جوړه کړې وه. د هغه په اړه او د هغه د زيږېدنې په اړه نادرست روایتونه موجود دي، خو دغه روایتونه یوازې یو څو ایرانیانو، چې په سر کې یې  د وخت جابر بادشاه نصرالدین شاه، محمد خسن خان، مېرمن نیکي کیدي، استاد خسرو شاهي او بل زموږ د دور او د افغانیت متعصب سید مخدوم رهین دي، چې سید (رح) په اړه یې نادرست روایات ساز کړي دي، چې له ښه‌مرغه دغه روایات په (بیدارګر عصر ) کتاب کې ټول له منځه وړل شوي او ښاغلي جهاني هېڅ دا کتاب نه دی مطالعه کړی او یوازې یې د سید(رح) په اړه یو څو پروژیي اثار مطالعه کړي او د خپلې خبرې استنباط یې پرې کړی دی، چې دا په تحقیق کې لوی عیب دی. په نورو شرقي فرهنګي تاریخونو او علماوو کې د سید(رح) د زيږېدو ځای د کونړ اسعدآباد ښودل شوی دی.  د سید (رح) په اړه د مصر، هند، ترکیې او حجاز د محققینو نظریات، چې د هغه له خاطرو، بیدارګر عصر، د ختیځ نابغه، خورشید شرق او د عماره په کتاب کې مستندې حوالې وړاندې شوې؛ مګر ښاغلي جهاني یاد کتابونه هېڅ په نظر کې نه دي نیولي او نه یې لوستي دي. په دې کتابونو کې یوه هم دا نه ده تایید کړې، چې سید (رح) دې ایراني شعیه وي؛ نو زه فکر کوم چې عبدالباري جهاني، چې د سید (رح) د اهل تشیع او ایران بودن لپاره یې دلایل راټول کړي، زیاتره یې پروژیي کتابونه دي، چې هېڅ کره اخدونه نه ګڼل کېږي او له پورته اثارو څخه یې یوازې المخزومي اثر لوستی او نور ټول استنباطونه یې همداسې د ځینو خود غرضو ایرانیانو تالیفات او یا د هغوی د نادرستو تحقیقاتو پر بنسټ شوي دي.

که دا استنباطونه سم وي او تاریخي واقعیتونه وي؛ نو ترکیې به د سید د جسد هډوکي افغانستان ته نه سپارل، چې اوس یې مقبره کابل پوهنتون کې ده. له دغه پورته بحث څخه ښکاري، چې سید (رح) د افغانستان د کونړ د اسعدآباد اصلي اوسېدونکی و او د هغه علمي او سیاسي میراث د افغان ملت لپاره وياړ دی.

د سید (رح) د شخصیت په اړه ایرانیانو هم ډېر کوښښ کړی دی، چې نوموړی د ایران وښیي او د خورشید شرق په ۴۶ مخ کې راغلي دي، چې محمد مخزومي د خپل کتاب د مقدمې په ۲۶ مخ کې د سید(رح) د خپلې خولې بیان لیکلی دی، چې دا کتاب یو ایراني  استاد هادی خسرو شاهي په همت په یمن کې چاپ کړی او په هغه کې یې د افغاني نوم ترې لرې کړی، چې دا واقعه په (بیدارګر عصر) کې د استاد فاضل له لوري، چې د متن پوهنې یو لوی محقق دی راغلي او اصلاح کړي یې دي؛ نوموړي د دې یادونه هم کړې، چې په یاد کتاب کې محترم خسرو شاهي ځینې متنونه بدل کړي، چې بیا د عربي له اصلي نسخې سره یې پرتله کړي او اصلاح کړي دي. یانې له دې ښکاري، چې ښاغلي جهاني هم ورته اثارو څخه استنباط کړی او بیا یې د خپلې لېندۍ غشی ګرځولی دی.

اصلي مسله دا ده، چې سید (رح) سید دی او دوی په ډېرو هېوادونو کې مېشت دي. دا د اهل بیت کورنۍ ده، چې د ټولو مسلمانانو شریک میراث دی؛ نو په دې وجه دا ناندرې کول، چې سید (رح) افغان و که ایرانی؟ زه فکر کوم، چې دا بحثونه به له موږ د سید (رح) افکار او تګلاره ورک کړي، چې ماورا له اختلافه نور څه نه دي او که وویل شي، چې دا ډول بحثونه تفرقې زيږوي او سید (رح) خپله د تفرقو او تعصباتو څخه سخت متنفر و او حتا پان اسلامیزم په مسلمانانو کې د سیاسي تفروقو او ټکرونو خلاف نظریه ده او د دې په خلاف یې سنګر نیولی و. موږ که د سید (رح) له افغان بودن او ایران بودن څخه راتېر شو، نو هله به موږ سید (رح) وپېژنو او د ده د افکارو پلیوني به غوره کړو، کوم چې د سید (رح) هیله او ارمان و.

د سید(رح) ارمان او هوډ دا و، چې د مسلمانانو ترمنځ اخوت، مساوات او سیاسي اتحاد رامنځته کړي او په سهي مانا اسلامي دولتونه ترې ساز کړي. د مسلمانانو ارزښتونه او تګلارو پر اساس سیاسي اسلامي دولت جوړ کړي؛ مګر دوی وراټه او له خپلو خاورو یې ووېست. وجه دا وه، چې دوی تر استعمار لاندې وو او یا هم د استعمار تر تاثیر لاندې وو او سید(رح) د استعمار په مقابل کې د مبارزې سنګر نیولی و. سید (رح) وروسته په یوه لوی مکتب بدل شوو او د انګریزانو لپاره یو ستر خطر و؛ نو په دې وجه یې زیات تکالیف او مهاجرتونه کړي دي. دی په خپلو خاطرو کې دا هم وایي، چې له هند څخه ووېستل شوم او له مصر پسې را واخیستل شوم او په ایران کې د حکومت له مخالفتونو سره مخ شوم، مګر زما هوډ او مبارزه یې ماته نه کړه او تر پایه پورې مې د مسلمانانو په منځ کې د اخوت او پرمختګ نظریې ته کار ویلی و، چې اخیر هم عثماني امپراتورۍ پان اسلامیزم د خلافت زیور وګرځولو.

ادارمه لري

[1] خورشید شرق، مخ ۱۵۵.

[2] خورشید شرق، ۳۰ مخ.

[3] مولانا ابوکلام ازاد په اړه ځینو نادرستو تاریخونو ویلي دي، چې دی ځوان و، نو د سید په مجلس کې یې حضور درلوده، دا په یقیني مانا افسانه سازي ده، چې د خپلې خبرې د اسباط لپاره ځینې ایرانیانو وړاندې کړې،ځکه ابوکلام ازاد په ۱۳۰۵ کال کې زېږېدلی او دا یادونه یې ضروري ده، چې هغه په میاشتنیو جرایدو، چې مسوولیت یې ور تر غاړې وو، په هغه کې یې د سید (رح) لیکنې نشر کړې دي، لکه په الهلال و البلاغ د هند چاپ. خورشید شرق،مخ: ۱۰۳.

[4]  خورشید شرق، لومړی فصل، لومړی مخ.

۲ احساس، ذبیح الله.(۱۳۸۸) ښکليه که دا غوړې، چې حمزه څه دی- حمزه پېژندنه. سالنګ خپرندويې ټولنه.

[6]  د م کال نیټه د افغاني سید جمال الدین خاطرات په کتاب کې د زېوېدو نیټه (۱۸۳۹ م) ښودل شوې او د وفات نیټه (۱۸۹۷ م) کال ښودل شوې ده، چې زه فکر کوم په دغو ددو نیټو کې د تطابق سنجش دقیق نه دی شوی، خو څه چې رښتیا او حقیقي دي، هغه سید (رح) هم تایید کړي، نو هغه هجري لمریزه نیټه ده، چې په ټولو کتابونو کې یو ډول ده او دا د سید(رح) هم خپل بیان دی، د افغاني سید جمال الدین خاطرات په کتاب په ۳۳ مخ کې یې المخزومي ته ویلي و.

[7]  پورته تاریخونه په خورشید شرق، بیدارګر عصر او د سید جمال الدین افغاني خاطرات په کتاب کې راغلې نیټې دي، چې علامه پوهاند عبدالحی حبیبي په کتاب کې هم یادې نیټې تایید شوې او همدا ډول ټولې نړۍ علماوو ور سره توافق کړی او مستند تاریخونه یې په پورته کتابونو کې ذکر شوي دي، چې د نه تایید هیڅ مسله پکې مخې ته نه راځي.

[8]  دا نیټه سید (رح) هم په خپلو ویناو کې المخزومي ته ویلې ده، چې زه په ۱۲۵۴ هـ ل کال کې پیدا شوی یم او بیا له خپل هېواد افغانستان پرېښودو ته اړ کړی شوی یم، د افغاني سید جمال الدین خاطرات، مخ:

[9]  استانه، چې دا مهال په استانبول مشهوره ده، په هغه وخت کې د استانې په نوم یې شهرت درلوده، د افغاني سید جمال الدین خاطرات، د پاڼو مخونه: ۴۲، ۷۱

[10] خورشید شرق،۱۹۴ مخ.

[11] د سیدرح یاده پېژندنه دده د خاطراتو د تحلیلي کتاب، چې خپله سید رح څخه افتباسونه شوي را اخیستل شوي دي.

[12]  ښاغلی عبدالباري جهاني، په خپل کتاب کې: سید جمال الدین افغاني از افسانه تا حقیقت کې وایي، چې په دې محاصره کې سید د نوموړي امیر سره نه و، دا په داسې حال کې، چې ښاغلي جهاني دا قول د سید مخدوم رهین له کتابه: کزیده اثار سید جمال الدین افغانی څخه را اخیستی او نوموړی حتا بیخي د افغانیت هم خلاف و، چې سوانح یې عیانې دي او بیان ته ضرورت نه لري، موږ د دې اثار په نورو برخو کې د یاد کتاب ټول دلایل په استدلال سره رد کړي دي. تنویر.

[13]د افغاني سید جمال الدین خاطرات، محمد باشا المخزومي تالیف او د محمد شاه ارشاد ژباړه. مخ: ۳۷.

[14] د افغاني سید جمال الدین خاطرات، محمد باشا المخزومي تالیف او د محمد شاه ارشاد ژباړه. مخ: ۳۷ سید د محمد اعظم په دوره کې صدراعظم لیکل شوی دی، مګر خورشید شرق کې د امیر محمد اعظم په دربار کې ارشد مشاور ګڼل شوی دی(۱۲۸۵). تنویر.

[15]  د افغاني سید جمال الدین خاطرات، محمد باشا المخزومي تالیف او د محمد شاه ارشاد ژباړه. مخ: ۴۱

[16] د ترکیې هېواد استانبول ته یې هغه وخت استانه ویل کېده. تنویر.

[17] د افغاني سید جمالدین خاطرات، محمد باشا المخزومي تالیف او د محمد شاه ارشاد ژباړه. مخ:۴۴

[18] بیانیه در دارالفنون استانبول راجع به صنعت، رمضان۱۲۸۷ هجري قمري(دیسمبر۱۸۷۰ م) خورشید شرق، مخ: ۱۹۵.

[19] د افغاني سید جمالدین خاطرات، محمد باشا المخزومي تالیف او د محمد شاه ارشاد ژباړه. مخ:۴۵

[20] د لسان الحال جریدې د ۴۸۴ ګڼې لیکنه، ۱۳۲۷ هـ کال، د جنوري میاشتې ګڼه.

[21]  دا جریده د استعمار (په ځانګړي ډول د بریتانوي اشغال پر ضد په مصر، هند او نورو اسلامي هېوادونو کې) په وړاندې یو قوي غږ و، چې د افغاني سید جمال الدین افکار به یې خپرول او ددې جریدې موسس هم سید (رح) و او ددې جرېدې ټولې چارې شیخ محمد عبده پر مخ وړې. دا په ۱۸۸۴ کال په پاریس کې جوړېده، چې د بریتانوي استعمار پر ضد سخت دریځۍ له امله، بریتانوي او مصري واکمنۍ یاده جریده منع کړه، ګڼې یې ضبط کړې، ساتل یې منع شو او په مصر کې یې د ساتونکو پر ضد مالي جریمه (له ۵ تر ۲۵ مصري پونډو) هم ولګول شوه، یاده جریده ۱۸ ګڼې خپرې شوې، چې په بیدارګر عصر په کتاب کې مفصل بحث پرې شوی دی. نوموړې جرېده په نستعلق خط خطاخي شوې، چې په ښي طرف یې لیکل شوي: مدیر السیاسه: جمال الدین الحسینی الافغانی او په چپ طرف ته یې لیکل شوي: المحرر الاول: الشیخ محمد عبده، خورشید شرق، مخ: ۶

[22] د افغاني سید جمالدین خاطرات، محمد باشا المخزومي تالیف او د محمد شاه ارشاد ژباړه. مخ:۵۹

[23] د افغاني سید جمالدین خاطرات، محمد باشا المخزومي تالیف او د محمد شاه ارشاد ژباړه. مخ:۶۲.

[24]  خورشید شرق، ماریا دارو، مخ: ۴۶

[25] خورشید شرق، ماریا دارو، مخ: ۴۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...