تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۳۱ مه) ایکس یا پخواني ټویټر د غیر پریمیم کاروونکو (هغوی چې پیسې نه ورکوي) لپاره نوې محدودیتونه لګولي، چې له مخې یې اوس د ورځنیو پوسټونو او ځوابونو شمېر کم شوی دی.
د شرکت په وینا، دا اقدام د بوټونو د فعالیتونو د کمولو او د سپم یا غیر ضروري محتوا د مخنیوي لپاره شوی دی.
د نویو مقرراتو له مخې، هغه کاروونکي چې د «ایکس پریمیم» غړیتوب نه لري، په ورځ کې به یوازې ۵۰ اصلي پوسټونه خپرولای شي، په داسې حال کې چې مخکې دا حد ۲۴۰۰ پوسټونو ته رسېده.
همداراز، غیر پریمیم کاروونکي به په ورځ کې یوازې ۲۰۰ ځوابونه، ۵۰۰ مستقیم پیغامونه او د ۴۰۰ نویو حسابونو د تعقیب اجازه ولري.
شرکت دا هم ویلي چې د حساب د برېښنالیک پته به په یوه ساعت کې یوازې څلور ځله بدلېدای شي.
د «ایکس» اداره وایي، دا محدودیتونه د دې لپاره دي چې سپمرانو او اتومات بوټونو ته د پلیټفارم کارول سخت شي او د عادي کاروونکو تجربه اغېزمنه نه کړي.
راپورونه وایي، دغه بدلونونه به تر ټولو ډېر پر خبریالانو، انفلوینسرانو او د برانډونو پر مدیرانو اغېز وکړي، ځکه دوی هره ورځ ګڼ پوسټونه او ځوابونه خپروي.
شرکت خبرداری ورکړی چې که یو غیر تصدیق شوی کاروونکی له ټاکل شویو حدونو واوړي، سیسټم به خبرداری ورکړي او یا به اړ شي د بیا پوسټ کولو لپاره انتظار وباسي، او یا هم د «ایکس پریمیم» غړیتوب واخلي.