قرآن د استبدادي او ظالم عقل ځانګړنې بیانوي ( فرعون يې بېلګه ده)
ليکنه: عدنان الساکت
ترجمه: تاند انديش
قرآن کریم د فرعون کیسه یوازې د تاریخي داستان په توګه نه ده ذکر کړې، بلکې د دې لپاره یې بیان کړې ده ترڅو امت ته د استبدادي عقلونو طبعیت، د ولسونو د مغلوبولو، د عقولو د بېلارې کولو او د شعور د خرابولو په برخه کې د هغو د تګلارو او اساليبو حقیقت افشا کړي.
ځکه قرآن د فرعون شخصیت د داسې یوې تکرارېدونکې بېلګې او الګو په توګه وړاندې کړی چې د هر هغه جابر او مستبد عقل استازیتوب کوي چې حقیقت په خپل انحصار کې ساتي، مخالف له صحنې باسي، او د خلکو د اېلولو لپاره له ځواک، رسنیو او وېرولو څخه کار اخلي.
لومړۍ ځانګړنه:
استبداد او د حق انحصارول:
الله تعالی په سورت غافر کې د فرعون الفاظ راوړي: ﴿مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ﴾ [غافر: ۲۹] (زه تاسو ته هماغه نظر درکوم کوم چې زه یې سم ګڼم او زه تاسو ته له نېغې او سمې لارې پرته بله هیڅ لاره نه ښيم.)
دا ایت روښانه کوي چې فرعوني عقل بل هېڅ نظر او رایه نشي زغملای، او د مستبد حاکم له زاویې پرته بل چا ته له بلې زاویې څخه د حقیقت د لیدلو اجازه نه ورکوي؛ ځکه هغه خپلو پیروانو ته داسې ښيي چې پوره او بشپړ حق یوازې له ده سره دی، او هر هغه څوک چې د ده مخالف وي، هغه بېلارې او منحرف دی.
دا عقل خلک ړنده پيروي ور ښيي او دا تربيه ور کوي چې فکر ووژني، تر دې چې مشر او قائد د فهم، لارښوونې او پرېکړې په یوازینۍ سرچینه بدل شي، لکه هغه چې تر ټولو خلکو څخه ډېر پوه، حکیم او د سمې لارې په موندلو کې تر ټولو وړ کس وي.
دویمه ځانګړنه:
د خلکو د عقولو سپکاوی او هغوی کمعقل ګڼل:
الله تعالی فرمایي: ﴿فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ﴾ [الزخرف: ۵۴] (نو هغه خپل قوم کم عقل وګاڼه او هغوی د ده خبره ومنله؛ بېشکه دا وګړي فاسقان وو.)
دا ایت د فرعوني عقل یو خورا خطرناک اړخ افشا کوي، چې هغه د خلکو له ناپوهۍ او د هغوی د شعور له کمزورتیا څخه د مستبد د غوښتنو او خواهشاتو په لاره کې ناوړه ګټه اخیستنه ده.
ځکه طاغوت او مستبد یوازې په داسې چاپیریال کې ژوند کولای شي چې هلته ازاد فکر وجود ونلري، شعور کمزوری وي، ناانډوله او بې نظمه عاطفه خپره وي. له همدې امله هغه تل د عقولو د بېسده کولو او له فکر، نقد او تدبر څخه د خلکو د غافل کولو لپاره کار کوي.
لکه څنګه چې قرآن د فرعون غندنه کړې ده، کټ مټ یې د هغو پیروانو هم غندنه کړې ده چې خپل عقلونه یې معطل کړي وو، او پرته له کوم نظر و برهانه یې د طغیان او ستم په وړاندې سرونه ټیټ کړی وو، نو ویې فرمایل: ﴿إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ﴾ [الزخرف: ۵۴].
هغوی له دې امله فاسقان وو چې دوی د عقل کارولو، بصیرت او تفکر په برخه کې د الله له امر څخه سرغړونه وکړه، او د پلرونو، مشرانو او لویانو د ړانده تقلید لاره یې غوره کړه.
خو د دې په مقابل کې، قرآن د مؤمن عقل په برهان او دلیل باندې نازوي، نه په تقلید او پيروي سره؛ لکه الله تعالی چې فرمایي: ﴿قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ﴾ [البقرة: ۱۱۱] (ووایه: که تاسو رښتیني یاست، نو خپل دلیل او برهان راوړئ.)
دریمه ځانګړنه:
د انساني عقولو د مغلوبولو لپاره له زور څخه کار اخیستل:
الله تعالی په سورت طه کې د فرعون الفاظ راوړي: ﴿قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّه إنه لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۖ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَا أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَى﴾ [طه: ۷۱] (فرعون وویل: ایا تاسو پر هغه تر دې وړاندې ایمان راوړ چې زه تاسو ته اجازه درکړم؟ بېشکه هغه ستاسو مشر دی چې تاسو ته یې جادو ښودلی دی، نو زه به ضرور ستاسو لاسونه او پښې د یو بل په خلاف پرې کړم او د خرما پر تنو به مو خامخا په دار وځړوم، او تاسو به په حقه پوه شئ چې په موږ کې د چا عذاب خورا سخت او دایمي دی.)
دلته د بشر پر عقولو باندې د څار او واکمنۍ غوښتلو عقل په پوره توګه څرګندیږي؛ ځکه مستبد خلک له فکر کولو څخه عاجز ګڼي، یوازې ځان ته دا حق ورکوي چې د هغوی لارښوونه وکړي او د هغوی په اړه پرېکړې وکړي.
له همدې امله موږ وينو چې هغه د خلکو په نيابت انتخاب کوي، د هغوی په استازیتوب فکر کوي، بیا ځان ته دا حق ورکوي چې د هغوی پر عقایدو او غوښتنو مسلط شي؛ او هر څوک چې د هغه له غوښتنې بهر شي، هغه په خیانت، توطئه او جاسوسۍ تورنیږي.
نو کله چې د خلکو له قانع کولو څخه عاجز شي، بيا رواني ـ فزيکي ترور، زندان، شکنجې او قتل ته لاس اچوي.
په داسې حال کې چې قرآن روښانه کوي چې د پیغمبرانو دنده یوازې تبليغ او یادونه ده، نه د خلکو مجبورول او ورباندې مسلط کېدل؛ لکه الله سبحانه چې فرمایي: ﴿فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ﴾ [الغاشية: ۲۱-۲۲] (نو پند ورکړه، بېشکه ته یوازې پند ورکوونکی یې، پر هغوی باندې مسلط نه یې.)
څلورمه ځانګړنه:
د دلیل د ردولو پر ځای د دښمن د شخصیت له منځه وړل:
الله تعالی له موسی عليه السلام سره د فرعون د خبرو اترو په اړه فرمایي: ﴿قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ، وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ الَّتِي فَعَلْتَ وَأَنْتَ مِنَ الْكَافِرِينَ﴾ [الشعراء: ۱۸-۱۹] (فرعون وویل: ایا موږ ته تر خپل منځ په ماشومتوب کې نه وې روزلی؟ او ستا د عمر څو کلونه زموږ په منځ کې تېر نه شول؟ او تا خپل هغه کار (قتل) وکړ چې تا وکړ، او ته له ناشکرانو څخه وې.)
کله چې فرعون د دلیل په وړاندې د بل دليل له راوړلو عاجز شو، نو د موسی عليه السلام د انځور خرابولو، د هغه پر شخصیت او تاریخ باندې برید کولو ته یې مخه کړه.
دا هماغه طریقه ده چې نن ورځ ورته “د شخصیت ترور (اغتيال الشخصية)” یا “د پیغام د مناقشې پر ځای د استازي (رسول) ترور” ویل کیږي؛ په دې توګه مستبد هڅه کوي خلک پخپله هم د فکر د خاوند په طعن او بدنامولو مصروف کړي، د دې پر ځای چې پخپله پر فکر او اند بحث وشي.
له همدې امله فرعون موسی ته د جادوګرۍ او لېونتوب نسبت وکړ او ویې فرمایل: ﴿إِنَّ هَٰذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ﴾ [الشعراء: ۳۴] (بېشکه دا یو ډېر پوه جادوګر دی.) او ویې فرمایل: ﴿إِنَّ رَسُولَكُمُ الَّذِي أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ﴾ [الشعراء: ۲۷] (بېشکه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته در استول شوی دی، یقیناً لېونی دی.)
او دا تګلاره لا هم د ډېرو مستبدو په تعبير کې ځای لري؛ هغه وخت چې دوی د دلیل په وسیله د یوې فکري نظريې له ردولو عاجزه شي، نو د شخصیت خرابولو، خاین ګڼلو او شخصي بریدونو ته پناه وړي.
پینځمه ځانګړنه:
د مخالفینو سپکاوی او په هغوی پورې ملنډې وهل:
الله تعالی فرمایي: ﴿فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ، إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ﴾ [الشعراء: ۵۳-۵۴] (نو فرعون ښارونو ته ټولونکي واستول، بېشکه دا (بني اسرائيل) یوه وړه او بې ارزښته ډله ده.)
فرعون دلته هڅه کوي چې د مخالفینو مرتبه او اهمیت کم وښيي، او هغوی داسې یوې وړې ډلې په توګه انځور کړي چې هیڅ وزن نلري.
دا د هغو خلکو تکراري نښه ده چې خلک له صحنې باسي؛ هغوی د هر مخالف سپکاوی کوي، د حقارت او تمسخر په سترګه ورته ګوري، او د خپل نظر مخالف د ټولنې او حق له دایرې څخه وتل ګڼي.
په داسې حال کې چې قرآن د درناوي او د حقیقت پلټنې پر بنسټ د علمي ګفتمان او بحث یو ډېر لوړ ماډل وړاندې کوي؛ الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَىٰ هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ﴾ [سبأ: ۲۴] (او يقينا له موږ و تاسو يوه ډله پر هدايت او بله په ښکاره بې لاري اخته ده.)
دا ایت مؤمن ته علمي تواضع، په خبرو اترو کې انصاف، د بل چا د نظر اورېدو ته چمتووالی او د دلیل او برهان په وسیله له هغه سره د مناقشې کولو درس ورکوي.
شپږمه ځانګړنه:
د ځان پر لوی ښودلو، بېلارې کونکي رسنیو او د پیروانو پر راټولولو تکیه کول:
الله تعالی فرمایي: ﴿فُجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِيقَاتِ يَوْمٍ مَعْلُومٍ، وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنْتُمْ مُجْتَمِعُونَ﴾ [الشعراء: ۳۸-۳۹] (نو جادوګران د یوې معلومې ورځې د ټاکل شوي وخت لپاره راټول کړای شول، او خلکو ته وویل شول: ایا تاسو هم راټولېږئ؟.)
او سبحان ذات فرمایي: ﴿فَتَوَلَّىٰ فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُ ثُمَّ أَتَى﴾ [طه: ٦٠] (نو فرعون بېرته وګرځېد او خپل ټول مکر و حيله یې راټوله کړه او بیا راغی.) او فرمایي: ﴿فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِيرِينَ﴾ [الشعراء: ۵۳]
دا ایتونه ښيي چې د فرعون عقل پر رسنیز حشر، د غوغا او شور ماشور پر جوړولو او د ولسونو پر اغېزمنولو باندې تکیه کوي، ترڅو خلکو ته داسې وهم ورکړي چې هغوی د مطلق اکثریت استازیتوب کوي، او مخالفین یې یوازې یوه شاذ/وړه او له صف څخه وتلې ډله ده.
دغه راز دا عقل پر مال، طمعې، وېرولو او د واک او نفوذ پر ښودلو تکیه کوي؛ ځکه هغه له داسې حقیقي قناعت څخه خالي دی چې پر برهان او دلیل ولاړ وي.
له دې امله چې حق نه بېلارې کولو ته اړتیا لري او نه مبالغې ته، بلکې هغه یوازې روښانتیا، رښتینولۍ، دلیل او عدالت ته اړتیا لري.
خلاصه او پایله
قرآن کریم د فرعون شخصیت د یوې داسې تاریخي پېښې په توګه نه وړاندې کوي چې پای ته رسېدلې وي، بلکې هغه د هر هغه استبدادي او ظالم عقل د تکراري ماډل په توګه ښيي چې بنسټ یې پر دغو شیانو وي:
- د حقیقت انحصارول.
- د عقولو معطل او مړه کول.
- د مخالف ځپل او شکنجه کول
- د دښمنانو د انځور خرابول.
- د معارضینو سپکاوی کول.
- د دلیل پر ځای له رسنیو او زور څخه کار اخیستل.
مګر د دې په مقابل کې، قرآن د داسې یو ویښ او بېدار مؤمن عقل پالي چې اساس یې پر دغو شیانو وي:
- تفکر او تدبر.
- د عقل درناوی.
- د حوار او خبرو اترو منل.
- د دلیل په وړاندې تسلیمېدل.
- عدل او انصاف.
- علمي تواضع او خاکساري.
- د حق په لټون کې مسؤلانه ازادي.
نو هر هغه امت چې خپل عقلونه تعطيل کړي، او خپل شعور مستبدو کسانو په لاس کې ورکړي، هغه په حقیقت کې یوه نوي فرعون ته د راڅرګندېدو لاره هواروي، که څه هم نومونه او شعارونه یې بدل وي.