Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان غواړي په بامیان کې د کچالو د کښت پراخه پروژه پيل...

ازبکستان غواړي په بامیان کې د کچالو د کښت پراخه پروژه پيل کړي

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۳۱ مه) ازبکستان غواړي د خپل کورني بازار لپاره د ارزانه کچالو د برابرولو په موخه د بامیان په ولایت کې د کچالو د کښت متمرکزه پروژه پيل کړي.

د راپورونو له مخې، د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر دوران وهابوف او په افغانستان کې د ازبکستان د سفارت مرستیال بهادر قدیروف د بامیان له والي ګل‌حیدر شفق سره لیدلي دي.

په دې پروژه کې ټاکل شوې چې د کچالو شاوخوا ۴۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه، چې له هالنډ څخه اخیستل شوي، بامیان ته ولېږدول شي او له ۸۵ تر ۹۰ زره جریبه کرنیزه مځکه کې یې کښت پیل شي.

د طرحې له مخې، ازبکستان به افغان بزګرانو ته د لوړ کیفیت تخمونه ورکوي او د حاصلاتو لویه برخه به په تضمیني ډول اخلي.

ازبکستاني چارواکو ویلي چې دا پروژه کولای شي هر کال لږ تر لږه ۵۰ زره ټنه ارزانه او باکیفیته کچالو ازبکستان ته برابر کړي، او په راتلونکې کې ښايي له افغانستان څخه د کچالو واردات ۳۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.

بامیان د افغانستان د کچالو د تولید مهم مرکز ګڼل کېږي، او د دې ولایت ډېری اوسېدونکي د کچالو په کرکیله بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...