تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدينژاد د امریکا او اسرائیل لهخوا د ایران د انتقالي مشر په توګه په پام کې نیول شوی و.
په راپور کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې په لومړیو ورځو کې، واشنګټن او تلابیب هڅه کوله د واک تشه د داسې شخصیت له لارې ډکه کړي چې د ایران له اوسني نظام سره واټن لري، او احمدينژاد د همدې سناریو یوه برخه ګڼل کېده.
د راپور له مخې، احمدينژاد چې مخکې د ایران ولسمشر پاتې شوی او د سختو دریځونو له امله پېژندل کېږي، د اسرائیلي پلان په اړه معلومات ترلاسه کړي وو، خو ویل کېږي چې د جګړې په لومړۍ ورځ د هغه پر کور د اسرائیل په برید کې ټپي شو او وروسته یې د رژیم د بدلون له پلان څخه ملاتړ کمزوری شو.
نیویارک ټایمز وايي، د احمدي نژاد پر کور برید د دې لپاره شوی و چې هغه په خپل کور کې له نظربندۍ خلاص شي.
که څه هم د احمدي نژاد د وژل کېدو اوازې خپرې شوی دي خو باور کېږي چې نوموړی سخت ټپي دی. په برید کې د احمدي نژاد ساوتونکي ووژل شول.
نیویارک ټایمز لیکلي چې احمدينژاد له هغه وروسته په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او د اوسني ځای په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.
راپور همداراز ښيي چې د ایران د رهبرۍ د راتلونکې او احتمالي بدلون په اړه د امریکا او اسرائیل ترمنځ پراخ بحثونه روان وو، خو دا ادعاوې په رسمي ډول تایید شوې نه دي.