Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه بلخ ولایت کې د لاجوردښارګي په نوم ۱۴۴۸ اپارتمانونه جوړېږي

په بلخ ولایت کې د لاجوردښارګي په نوم ۱۴۴۸ اپارتمانونه جوړېږي

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د بلخ ولایت په شمال کې د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنځایونو د پروژې کار نن (چهارشنبې) پیل شو.

دا پروژه په افغانستان کې د پانګونې د جلب او ښاري بنسټونو د پراختیا د هڅو برخه ده.

دا پروژه چې «لاجورد ښارګوټی» نومېږي، د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په مزارشریف ښار کې د خصوصي سکټور په مالي ملاتړ جوړیږي.

د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر وویل چې په دې ښارګوټي کې به ۱۴۴۸ اپارتمانونه جوړ شي او شاوخوا اووه زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، پروژه پر شاوخوا ۲۱ جریبه ځمکه جوړېږي او پکې به سوداګریز او روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، شنې سیمې، جومات او د تفریح او ورزش ځایونه شامل وي.

برادر وویل چې د دوی اداره د هغه څه لپاره کار کوي چې ده «اقتصادي خپلواکي» وبلله، او ویې ویل چې دوی هڅه کوي کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب او د هېواد په کچه بنسټیزې پروژې پرمخ یوسي.

هغه د لاجورد ښارګوټی د هغو پراخو اقتصادي پروژو برخه وبلله چې پکې د قوش‌تېپې کانال، صنعتي فابریکې، د لویو لارو جوړول او د برېښنا د تولید پروژې شاملې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...