Homeخبرونهطالبانو له پاکستانه د بندي او بې درکه افغانانو د وضعیت د...

طالبانو له پاکستانه د بندي او بې درکه افغانانو د وضعیت د روښانتیا غوښتنه کړې

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې په دغه هېواد کې د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د برخلیک په اړه خبرې کړې دي.

د کونسلګرۍ مرستیال انورشاه ملنګیار له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بندي او نادرکه افغانانو د تعقیب لپاره یو منظم او مشخص میکانیزم جوړ کړي.

طالبانو ویلي، تر دې وړاندې یې هم څو ځله دا موضوع د رسمي لیکونو له لارې له پاکستاني ادارو سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې «قناعت‌بخښوونکی» ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د بندیانو د معلوماتو او زندانونو د لاسرسي غوښتنه

د ملنګیار په وینا، طالبانو ټینګار کړی چې د افغان وګړو د نیولو، لېږدولو یا نادرکه کېدو اړوند معلومات باید له کونسلګریو سره شریک شي، څو د هغوی کورنۍ د خپلو خپلوانو له برخلیکه خبر شي.

هغه همداراز ویلي چې افغان کونسلګرۍ د بلوچستان زندانونو ته د لاسرسي غوښتنه کړې، څو د افغان بندیانو وضعیت وګوري، قونسلي خدمات وړاندې کړي او د هغو کسانو د خوشې کېدو لپاره هڅې وکړي چې په کوچنیو جرمونو نیول شوي دي.

د افغان کډوالو د ایستلو بهیر

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو پراخ کمپاین پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، په دې بهیر کې زرګونه افغانان نیول شوي او وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

تر اوسه د افغان بندیانو او نادرکه کسانو کره شمېر نه دی معلوم، او پاکستاني چارواکو هم په دې اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...