تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د هلمند ولایت په خانشین ولسوالي کې د ناچاودېدلې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او مور یې ټپي شوې ده.
په هلمند کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، پېښه د چهارشنبې په سهار هغه مهال وشوه چې ماشومانو د توپ مرمۍ، چې له پخوانیو جګړو پاتې وه، وموندله او کور ته یې یووړه.
ځایي سرچینې وایي، ماشومانو مرمۍ اور ته غورځولې وه چې وروسته وچاودېده.
د معلوماتو له مخې، وژل شوي ماشومان ۳ کلن او ۱۰ کلن وو، او د دوی مور ټپي شوې چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
د ناچاودېدلو توکو دوامداره خطر
افغانستان لا هم د تېرو څه باندې څلوېښت کلونو جګړو له امله له ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو ډک هېواد بلل کېږي. ماشومان تر ټولو ډېر زیانګالي دي، ځکه ډېری وخت دغه توکي د لوبو د وسایلو یا فلزي ټوټو په توګه ګڼي.
له پېښو سره د مبارزې ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د مارچ او د ۲۰۲۶ کال د مارچ ترمنځ په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدلو توکو ۲۲۵ پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۴۷۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، په قربانیانو کې ۳۲۱ ماشومان او ۱۵۳ لویان شامل وو.