تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی او له هېوادونو یې غوښتي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پیاوړې کړي.
دا اعلامیه په بیجینګ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ تر لیدنې وروسته خپره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړه هېوادونه د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي ترهګري له منځه یوسي او د افغانستان خاوره د ګاونډیو او سیمې د امنیت پر ضد ونه کارول شي.
روسیې او چین همداراز ویلي چې د افغانستان په اړه به خپلې دوهاړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او په دغه هېواد کې د دوامدار امنیت او ثبات ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې د «مسکو فارمټ»، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، څلور اړخیزه سیمهییزه ډله او د شانګهای همکاریو سازمان رول هم مهم بلل شوی دی.
په Data Science کې صفر او یو عددونه ډیر اوچت اهمیت لری لکه اکسېجن او هایدروجن چې اوبه جوړوی او ډېره حیاتی پدیده ګڼل کیږی
فلهذا:
یو تریلیون ۱۲ صفره لری
1,000,000,000,000
چې
Scientific Notation
12^10 یې لس په طاقت دې دولسو کیږی
اوس راځو دافغانستان ملی منابعو ته
افغانستان په اقتصادی لحاظ درې نیم تریلیونه ملی ذخایر لری
افغانستان د موقعیت په لحاظ دسیمې او مرکزی اسیا هوایی تجارتی دهلېز په توګه او دیوه ستر پله حیثیت لری
روس او چین په مفلسی کې دترهګری ټاپه پر افغانستان وهی دوهم اسلام ابادی اعلامیه !
دې ته وایی روسی او چینی دېپلو ماسی
افغانستان دې مجهوله ترهګری کې سترې ضربې وخوړلی
موږ ولې په سولې باور نه لرو؟
بای