تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سېشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د پاکستان بریدونه، چې دې هیواد پرې غضب للحق نوم ایښی دی، دوام لري.
ده په کوټه کې په یوه حربي پوهنځي کې د وینا په ترڅ کې وویل: «په کلک هوډ «غضب للحق» عملیات روان دي، څو د بېګناه خلکو ژوند او مال د هغو ترهګرو ډلو پر ضد خوندي شي چې د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مېشتې دي، او همداراز د ترهګرو پټنځایونه او ملاتړي بنسټونه په نخښه کړي.»
بلوچستان ته په سفر کې له شهباز شریف سره د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ملګري وو.
پاکستان د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د «غضب للحق» په نوم عملیات پیل کړل. دا عملیات څو میاشتې وروسته له هغې پیل شول چې دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اوربند هوکړه کړې وه، خو پر کابل او پکتیکا د پاکستان د هوايي حملو په بدل کې د پاکستان پر پوستو د افغانستان له غچ اخیستونکو بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ پراخې شخړې وشوې.
سره له دې چې دواړو لورو څو ځله خبرې کړې دي، خو تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي، ځکه د راپورونو له مخې افغان طالبان د پاکستان په خاوره کې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د بریدونو د مخنیوي مسوولیت د پاکستان د امنیتي ځواکونو کار بولي او ټینکار کوي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په بل هیواد کې برید وکړي.
ټوله نړۍ تاسې مفسدین ، ظالمان ، منافقان پېژني ، چې پنجابیا دروغ وایی. همدا تاسو د افغانستان خلک په تېرو پنځوسوکلونوکې د مجاهد ، طالب او … په نوم استعمال کړل ، په میلیونونه مو ووژل ، زیات شمېر مو بندیان او ترې تم کړل . زمونږ تاریخ ، اقتصاد ، زراعت ،معدنونه اوهرڅه مو تباه کړل.
په مقابل کې تاسو له نورو هېوادونو نه په میلیاردونو دالر نغدي ، مالي ،اقتصادي او نظامي مرستې ترلاسه کړې . خپل هېواد مو پرې آباد او زمونږ موپه کنډوالو بدل کړ.
اما الله تعالی منتقم دی ، ان شاءالله داسې ورځ پر ستاسو هم د خپلواعمالو له لاسه راشي ،چې دا دروغ او بهتان به مو رسوا او په خپل غم ګرفتاره شئ.