Homeخبرونهد افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښت او سېل اټکل شوی

د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښت او سېل اټکل شوی

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې نن (چهارشنبې) د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د باران، تالندې او ناڅاپي سېلونو احتمال شته.

دغه وزارت پرون (سې‌شنبې) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکنډي، غور، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان او بلخ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او ناڅاپي سېلونو اټکل شوی دی.

وزارت زیاته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

همداراز ویل شوي چې په مرکزي، شمالي، شمال ختیځو، لویدیځو، جنوبي، جنوب ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د سختو بادونو د لګېدو امکان هم شته، چې سرعت یې ښايي په ځینو سیمو کې په ساعت له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره پورې ورسېږي.

سږ کال د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې له سختو ورښتونو وروسته سېلونه جاري شوي او له کبله د سومال تاوانونه اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...