Homeخبرونهمتقي له ملګروملتو وغوښتل چې د افغانستان څوکۍ وروسپاري

متقي له ملګروملتو وغوښتل چې د افغانستان څوکۍ وروسپاري

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سې‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د یوناما له سرپرستې جورجت ګانیون سره په کتنه کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان څوکۍ دې د افغانستان اوسني واکمن رژیم ته وسپاری.

دا غوښتنه تر دې وړاندې هم څو ځله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ له لوري له پامه غورځول شوې ده.

د افغانستان څوکۍ اوس مهال د پخواني حکومت د دیپلومات نصیر فایق په واک کې ده. فایق ته دا چوکۍ په داسي ډوږل وسپارل شوه چې د افغانستان لپاره مخکینس ځانګړی استازی استعفا ته وهڅول شو.

فایق د امنیت شورا په غونډو کې د طالبانو پر ادارې نیوکې کوي او د هغوی د رسمیت پېژندنې مخالفت څرګندوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې غونډې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

متقي ویلي چې په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې د طالبانو د استازو حضور به له نړیوالو بنسټونو سره د تعامل د پراختیا لامل شي. هغه زیاته کړې: «د افغانستان استازولي د افغانستان د حکومت مسوولیت او د افغان ولس حق دی.»

د خبرپاڼې له مخې، جورجت ګانیون هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

نژدې پنځه کاله کېږي چې طالبان د افغانستان اداره په کامل ډول په لاس کې لري، خو تر اوسه له روسیې پرته هیڅ هېواد او همداراز ملګرو ملتونو په رسمیت نه دي پېژندلي. طالبانو په دې موده کې څو ځله هڅه کړې چې د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې ترلاسه کړي، خو ملګرو ملتونو ویلي چې طالبان لا هم د رسمیت پېژندنې له شرطونو څخه لرې دي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې که غواړي له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې پراخې کړي، باید د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې او نجونې حتي د زده کړو په شان له خورا ابتدايي حقونو محرومې کړي دي چې دا په اوسنۍ نړۍ کې د هیچا لپاره د نه منلو نه دي.

خو طالبان ټینګار کوي چې بشري حقونو ته درناوی لري، خو «دیني ارزښتونه» د معاملې وړ نه ګڼي.

طالبانو د نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره تراوسه هیڅ دلیل نه دی وړاندې کړی.

1 COMMENT

  1. جالبه ده ، جمهوري دولت پنځه کاله مخکې له منځه لاړ، خو د افغانستان استازیتوب په نړیوالو سازمانونو ، سفارتونو او قونسلیو کې لاهم د یو شمېر تش په نوم دیپلوماتانو له خوا کیږي . دا کسان هېڅ رسمي او قانوني مرجع ته مسئول نه دي . د دوی کار او فعالیت بیزنس مینانو او دوکاندارانو ته ورته دی. کاغذونه صادروي او په مقابل کې دالر او یورو چاپوي ، څنګه یې چې زړه شو، هغسې یې مصرفوي .
    د خپل هېواد د استازیتوب پرځای له پاکستاني دیپلوماتانو سره یوځای د افغانستان د ملي ګټو پرضد دریځ لري . په افغانستان کې د ملا ، رسمي استازي او خاینانو ترمنځ تفکیک ډېر سخت شویدی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب