د مصنوعي ځېرکتیا په اړه دا کالم ممکن زموږ څلورم او وروستۍ کالم شي، علمي تنوع او خور وور موضوعي اغېز او مفهوم یې همغه دی، چې د ژوند په تقریباً ټولو برخو یې خپل ګوڼ سیوری غوړولی دی؛ ځکه خو یې د ژباړې په اړه هم د کار و زیار په برخه کې له اثره د بچ پاتې کېدو خبره نشي کېدای.
څو ورځې وړاندې یې قاسم یعقوب په همدغسې تنوعي پرچار یوازې په ادبیاتو کې دومره برخې قطار کړې وې، چې حتی په هره برخه یې لیکل، ګټې او تاوانونه ثابت او مهم وو. د ده په باور، مصنوعي ځېرکتیا په ډېر چټک ډول د ادب او علم بېلابېل ډګرونه بدلوي او داسې ښکاري چې په راتلونکو کلونو کې به د ادبي نړۍ دودیزه بڼه تر ډېره بدله شي. هغه کارونه چې پخوا به انسانانو په اوږده وخت او سخت زیار ترسره کول، لکه ژباړه، پروفلوستنه، تحقیق، مقالهلیکنه، شرحنګاري او د شعرونو تحلیل اوس یې AI په لنډ وخت او ډېر دقت سره داسې ترسره کوي. چې نه یوازې یې د متنونو سمون او ترتیب سم او چټک وي؛ بلکې د ژبو، کلتورونو او ادبي مفاهیمو د درک وړتیا یې هم پام وړ ګڼلی شي.
لیکوال چې د ژباړې په برخه کې خبرې کړي؛ نو هلته یې بیا ژباړونکیو ته دا توصیه هم کړې، چې ګنې ژباړن دې له دې وروسته د خپل بل کاروبار بندوبست هم وکړي؛ مانا اوس دا کارونه مصنوعي ځېرکتیا د خپلو ځانګړنو له مخې ژر او دقیقه کولای شي.
د ښاغلي یعقوب خبره په خپل ځای؛ خو خبره همغه ده، چې څوک له دغسې اوزارو سره ژور بلد او دقیق پوهېږي؛ نو د دغسې قطعي حکم په افراط هم پوهېږي، چې دا تقریبا ناسم حکم دی؛ ځکه ژباړه یوازې د الفاظو اړول یا ترجمه کول نه دي؛ بلکې د شعور، احساس او معنوي تجربې لېږد هم دی.
د ژباړې په برخه کې چې مصنوعي ځېرکتیا هر څومره پرمختګ وکړي، بیا هم د ژبې تر شا پټ انساني حس، تاریخي حافظه او تخلیقي وجدان په بشپړ ډول نه شي درک کولای، ځکه مشین اکثره د متن ظاهري جوړښت خو ساتلی شي؛ ولې د اصلي مانا مفهوم په دقیق ډول نشي درک کولای. همدا وجه ده چې ممکن ځینې مشیني ژباړې حتی نحوي ترتیب هم سم کړي؛ خو روح او تاثیر به پکې هغسې نه وي؛ ځکه انسان ژباړه د فهم او تخلیق له لارې کوي، خو مشین یې یوازې جوړښت تکراروي او د الگوریتم له مخې کلمې سره نښلوي، ښایي همدا لامل وي، چې نن سبا ډېری داسې ژباړې هم وینو، چې ژبه لري؛ خو احساس نه لري، عبارت لري؛ خو مانا نه لري.
د یوه جدي مترجم لپاره د متن فهم، د هغه د فرهنګي شالید درک او د معناوو انتقال یو تخلیقي او فکري عمل دی؛ خو مشیني ژباړه بیا دا ټوله پروسه په میخانیکي بڼه اړوي. ژباړه په اصل کې د کلمو بدلون ته نه وایي؛ بلکې دا د انسان د وجود، فکر او احساس تر شاه د یوه منظم فهم او شالید عمل هم دی، په بله وینا انسان مانا زېږوي او مشین یوازې الفاظ اړوي او ښايي همدا توپیر هم وي، چې د انسان او مصنوعي ځېرکتیا ترمنځ اصلي دقت ښيي.
موږ چې د ژباړې په برخه کې د خپلې ژبې د لیکوالو او ژباړونکیو خواره ورځ هم لېدلې؛ په دغه وېره یې بېخي اندېښنه نه ده پکار، چې ګنې تر دې به هم بدتره حالت سره په کې مخ شو؛ بلکې په دغسې غېر تخصصي یا مشیني دور کې به د دوی فورفیشنل ژباړونکیو قدر او د کار اهمیت او ارزښت لا سېوا شي، چې د ماشیني ژباړې په وجه یې زیان لېدلي وي.