Homeخبرونهننګرهار کې د کور نړېدو پېښه کې د یوې ښځې په ګډون...

ننګرهار کې د کور نړېدو پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه مړه شوي

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۲۹مه) ننګرهار کې د یوه کور د چت نړېدو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو رسنیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه پېښه د دې ولایت د اچین ولسوالۍ د عبدالخېلو په سیمه کې د تېز باد له کبله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې، په پېښه کې د یوه کور دېوال او دوې خونې ړنګې شوې دي.

خبرپاڼه کاږي چې په دې پېښه کې یوه ښځه، یو سړی او یو ماشوم مړه شوي او یوه لس کلنه نجلۍ ژوبله شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې، د ځایي خلکو په مرسته مړه شوي کسان له خاورو را اېستل شوي او ژوبله شوې نجلۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې ده.

د ژوبلې نجلۍ د روغتیايي وضعیت په تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې د تېزو بادو او دوامداره بارانونو له امله وخت ناوخته دا ډول پېښې رامنځته کېږي چې، لوی لامل یې خام او د کورونو زړښت یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...