Homeخبرونهرویټرز: پاکستان ۸ زره پوځیان سعودي ته لېږلي

رویټرز: پاکستان ۸ زره پوځیان سعودي ته لېږلي

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پاکستان له سعودي عربستان سره د ګډ دفاعي تړون په چوکاټ کې اته زره پوځیان، یو شمېر جنګي الوتکې او د هوايي دفاع سیستم سعودي عربستان ته استولي دي. دا اقدام په داسې حال کې شوی چې اسلام‌اباد د ایران د جګړې په تړاو د یوه مهم منځګړي رول هم لوبوي.

رویټرز د درېیو امنیتي چارواکو او دوو دولتي سرچینو له قوله ویلي چې پاکستان یو پراخ او عملیاتو ته چمتو پوځي ځواک سعودي عربستان ته لېږلی، څو د نورو احتمالي بریدونو په صورت کې د سعودي د پوځ ملاتړ وکړي. د راپور له مخې، د دې پوځي استقرار بشپړ جزئیات په لومړي ځل خپرېږي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف مخکې په ضمني ډول ویلي و چې دغه تړون سعودي عربستان د پاکستان تر اتومي چتر لاندې راولي.

د راپور پر بنسټ، پاکستان د اپرېل په لومړیو کې یو شمېر الوتکې، (شاوخوا شپاړس جنګي الوتکې) سعودي عربستان ته استولې دي. ویل کېږي چې ډېری دغه الوتکې د «جي اېف ـ ۱۷» ډول دي، چې پاکستان او چین یې په ګډه تولیدوي.

2 COMMENTS

  1. تورکوني د شیطان برکټیان دي، عرب ځناور لکه ميښي لوشي. په يو لاس د ایران پرضد سعودي ته الوتکې ليږي او په بل لاس د ایران جنګي طيارو ته پناه ورکوي، هم امريکا ته 🐕‍🦺توب کوي او هم چین ته 🐕‍🦺توب
    اوس به يې هم له سعوديانو څو میلیارده شکولې وي چي هه مونږ خو خرچه وکړه طیارې عسکر مو درواستول…
    زموږ د جهادونو وحشیان خو يې خداداده خډه لان دي، په خپل لاسونو يې روزلي، چې څه رقم يې زړه وي همغسې یی شکیري، چې څوک غواړي همغه پرې داړي

  2. په دې جنګ کې امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد سره متحدین دي .
    سعودي عربستان ، قطر ، اردن ، بحرین ، کویت او متحده امارات په یو ډول نه یو ډول د امریکا سیاسي ، نظامي او اقتصادي متحدین دي. بنا دا هېوادونه بېرته د ایران پرضد د امریکا د متحده ایالاتو او د هغه د شریک ملګري دي .
    له بلې خوا پاکستان او سعودي بیا ستراتېژیک نظامي ملګري دي ، دوی هم د ایران پرضد په دې پراخ ایئتلاف کې شامل شول. د ایران دښمن پاکستان بیا د دوی ترمنځ منځګړیتوب هم کاوه . غله ته یې ویل غلا کوه ، د کور څښتن ته یې ویل چې غل درغی.
    بس ایران پوه شه او خپل جنګ یې . وبه ګورو چې دوی څه کا؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب