تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۲۹مه) په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د افغانستان د تکواندو اته کسیزه ملي لوبډله پرون دوشنبه منګولیا ته ولاړه.
د افغانستان د تکواندو اته کسیزه ملي لوبډلې کې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران شامل دي.
دغه لوبډله له تګ وړاندې د طالبانو د ورزش ادارې له عمومي ریس مولوي احمدالله وثیق او د یادې ادارې د فني او مسلکي چارو مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې مولوي احمدالله وثیق ورزشکارانو ته لازمې سپارښتنې او په راتلونکو سیالیو کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.
د مالوماتو له مخې د تکواندو ملي لوبډله له لوبډلمشر محسن رضایي پرته په سفر وخوځېده. مشر روزونکي محمد بشیر ترهکي د محسن رضایي په اړه وویل چې نوموړي یو جراحي عمل ترسره کړی دی.
ټاکل شوې چې اسیایي سیالۍ د منګولیا په کوربتوب د روانې میلادي میاشتې د ۲۱مې څخه پیل او د ۲۵مې پورې دوام وکړي.
په دې سیالیو کې د اسیا د ګڼو هېوادونو ورزشکاران ګډون کوي.