Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان وايي، ترانس افغان پروژه د پرمختګ په حال کې ده

ازبکستان وايي، ترانس افغان پروژه د پرمختګ په حال کې ده

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د ازبکستان یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې افغانستان، پاکستان او ازبکستان د یوه ترانزیټي دهلېز د جوړولو پر سر «نظري هوکړه» کړې ده، څو د منځنۍ اسیا دغه هېواد د عرب سمندرګي له بندرونو سره ونښلول شي.

د ازبکستان نیمه رسمي خبري وېبپاڼې «ګزیتا.از» د ترانسپورټ وزارت د مرستیال جسوربېک چورییف له قوله راپور ورکړی چې د دې پروژې د امکان سنجونې مطالعه روانه ده او د دهلېز د سروې چارې هم پیل شوې دي. هغه ویلي: «راتلونکی پړاو دا دی چې معلومه کړو څومره ژر او په کومه اندازه پانګه راجلبولی شو، او کوم شریکان به لېوالتیا وښيي.»

چورییف دغه څرګندونې د اسیا پراختیایي بانک د کلنۍ غونډې پر مهال د ازبکستان په سمرقند ښار کې د یوې غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړه چې سمندر ته د سوداګریزې لارې بله طرحه، چې ازبکستان به د ایران د بندر عباس له بندر سره نښلوي، د اوسني وضعیت له امله عملي نه ښکاري. د نوموړي په وینا، «اوسنی وضعیت ډېر نامعلوم او بې‌ثباته دی.»

هغه وویل، که څه هم امریکا، اسرائیل او ایران به پر اوربند هوکړې ته ورسېږي، خو د سیمې دوامداره کړکېچ به لږ تر لږه په منځمهاله موده کې د تهران له لارې هر ډول سوداګریزه لاره له ناڅرګند حالت سره مخامخ کړي.

چورییف وویل: «له همدې امله زموږ موخه دا ده چې د افغانستان له لارې پاکستان ته ولاړ شو او د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته لاسرسی پیدا کړو.» هغه زیاته کړه چې دا به یوه نوې لاره وي چې ازبکستان یې غواړي، او نه یوازې ازبکستان، بلکې د منځنۍ اسیا نور هېوادونه هم باید د نویو ترانزیټي دهلېزونو د جوړېدو لپاره ګډ کار وکړي.

خو د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغه دهلېز پروژه له ګڼو ستونزو سره هم مخ ده. د تمویل برابرول، د افغانستان غرنۍ جغرافیه، او د طالبانو حکومت د یوه باوري شریک په توګه لا هم پوښتنې راولاړوي. همداراز دا هم روښانه نه ده چې طالبان به وکولای شي د دې لارې امنیت په بشپړ ډول خوندي کړي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دی پېژندل شوی، چې له امله یې د اسیا پراختیایي بانک او نړیوال بانک په څېر له نړیوالو مالي بنسټونو څخه د مالي مرستو ترلاسه کول ستونزمن کېږي.

سربېره پر دې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه لانجه چې د روان کال په پیل کې یې وسله‌والې نښتې هم رامنځته کړې وې، لا هم نه ده حل شوې. که څه هم له مارچ میاشتې راهیسې یو نازک اوربند ټینګ پاتې دی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا هم لوړ دی، او دا وضعیت د سوداګریز دهلېز پر پرمختګ منفي اغېز کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...