Home+د فزیکي او فکري ابادې تر منځ تړاو | شاه‌محمود میاخېل

د فزیکي او فکري ابادې تر منځ تړاو | شاه‌محمود میاخېل

د کمپیوتر هارډویرونه او سافټویرونه دواړه مهم دي ځکه سافټویرونه بې له هارډویرونو کار نه ورکوي او همدا شان هارډویرونه بې له سافټویرونو هسې د پلاستیک،  اوسپنې یا د کدو بکسې وي.
افغانان په فزیکي ابادې زیات فکر کوي او د خلکو غوښتنې همیشه فزیکي ابادي لکه جومات، مکتب، روغتون او سرک جوړول وي، خو که سافټ ویرونه خراب وي، هارډویرونه چې فزیکي ابادي ده، په درد نه خوري او کار نه ورکوي. ځکه د فزیکي ابادې نه په مناسبه توګه ګټه نشي اخستل کیدلې.
د بیلګې په توګه که ښوونځۍ جوړ شي، په ښوونځي کې ښه معلم ، ښه نصاب، تدریسي مواد او د تدریس میتودولوژي سمه نه وي، یوازې فزیکي ابادي په درد نه خوري. یا که ښه روغتون جوړ کړې او هلته ښه ډاکتران، نرسان، د تشخیص لابراتوارونه، طبي تجهیزات، ښه دوا او ښه مدیریت د روغتون نه وي، یوازې د روغتون د ودانۍ نه په سمه توګه ګټه نشي اخستل کیدلې.
پدیتوګه، د فزیکي او فکري ابادېو تر منځ باید تړاو او توازن موجود وي. که فزیکي ابادي هم رامنځته شي او فکر رشد نه وي کړې، بیا فزیکي ابادي په درد نه خوري. د ښوونځیو نه به د مالونو (حیواناتو) پڼغالي او د روغتونو نه به قصابخانې جوړې وي.
له بده مرغه د افغانستان هارډویرونه په بشکو الوزول کیدل او اوس د سافټویرونو د تباهې پروژه هم ښه په درز کې روانه ده. ړوند د خدایه دوه سترګې بینا غواړي او د افغانستان دښمنان، بیسواده، فقیر او محتاج افغانستان غواړي. څوک چې د تعلیم مخه نیسي، په حقیقت کې د هارډویرونو او سافټویرونو دواړو تباهې لپاره بډې وهلي دي. محتاج، فقیر او بیسواده هیواد، هیڅکله استقلال نه لري او همیشه د ګاونډیانو او دښمنانو د تهاجم لاندې به وي او افغانستان به د سیمې او نړۍ په کچه د انزوا په حالت کې وي. د انزوا حالت پخپله تدریجي مرګ او ظلم دی. د ظلم کاسه خامخا نسکوریږي خو دا ځل به د تیر په څیر نسکوریدل نه وي، بلکې یو بل خونړۍ سیلاب به وي چې افغانستان به په کلونو او لسیزو خپل ځای ته بیا رانشي.
عاقبت بخیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...