تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۲۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویلي، چې د دغه وزارت وزیر ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ د یو شمېر تعرفو په اړه نوې پرېکړې شوي دي.
یاد وزارت نن یکشنبه ویلي چې، په دې غونډه کې د لوړ پوړو طالب وزیرانو د استازو په ګډون پرېکړه وشوه چې، د زیتون غوړیو یو سلنه تعرفه ۳،۵ ته لوړه شي.
دغه راز د ډبرې قند تعرفه له ۳،۵ څخه لس سلنې ته لوړه کړای شوه. پر چیني ظرفونو لس سلنه تعرفه بیا اته سلنه لوړه کړای شوه او د مېوې پر شیرې هم ایښودل شوې پخوانۍ ۶۰ سلنه تعرفه ۲۰ سلنې ته کمه شوې ده.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، دغه تعرفې د صنعت او کورني تولید د ملاتړ، د کرنې او سوداګرۍ د پراختیا د اصل په پام کې نیولو سره لوړې شوي او د تعرفې د اصولو په پام کې نیولو سره به پلي شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، دغه راز د اوسپنې په خامو موادو، کاغذي خامو موادو، اوسپنې جال، طبي وسایلو او پولیمرونو باندې د تعرفو د یووالي پرېکړې هم شوي دي.