تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۷ مه) د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې وزارت سرپرست عبد اللطیف منصور په کابل کې د چین له سفیر Zhao Xing سره وکتل او د زیربناوو د همکاریو او سیمهییز اتصال په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي او پراختیایي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د واخان سړک بشپړېدل یې د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمې ځمکنۍ لارې د جوړېدو لپاره مهم ګام وباله.
چینایي سفیر د بدخشان په واخان سیمه کې د سړک د جغل اچونې د برخې بشپړېدا وستایله او ویې ویل چې بیجینګ به د طالبانو له ادارې سره په همغږۍ په افغانستان کې د لویو پراختیایي او زیربنایي پروژو عملي کولو ته دوام ورکړي.
هغه همداراز افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو پر دوام ټینګار وکړ او د ترانسپورټ او سیمهییزې سوداګرۍ په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو ملاتړ څرګند کړ.
عبد اللطیف منصور د زیربناوو په پراختیا کې د چین رول وستایه او ویې ویل، افغانستان له پخوا راهیسې له ګاونډیو هېوادونو سره ځمکنۍ لارې لرلې، خو د واخان پروژې تر پیل مخکې یې له چین سره د سړک مستقیمه اړیکه نه درلوده.
د واخان دهلېز نه یوازې د سوداګرۍ لپاره، بلکې د سیمهییز امنیت لپاره هم ستراتیژیک اهمیت پیدا کړی، ځکه چین خپل سینکیانګ ایالت ته نژدې د ناامنۍ، وسلهوالو فعالیتونو او سرحدي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.
په افغانستان کې د چین مخ پر زیاتېدونکی رول د امریکا له وتلو وروسته د سیمې د پراخې جیوپولیټیکې سیالۍ برخه هم ګڼل کېږي، چې بیجینګ هڅه کوي خپل اقتصادي نفوذ پراخ او د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ سوداګریزې لارې خوندي کړي.
افغان چارواکو مخکې ویلي وو چې د واخان دهلېز د پروژې لومړی پړاو شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړ شوی، او دوهم پړاو نژدې ۷۴ سلنه پرمختګ کړی چې تمه ده د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي.