Home+سیلاب مو ولې یوسي!؟ | نعمت‌الله صدیقي

سیلاب مو ولې یوسي!؟ | نعمت‌الله صدیقي

په لر و بر وطن کې د ورستیو ورښتونو او سیلابونو د بې دریغه مرګ و ژوبلې «۱۲۱مړه او لسګونه نور ژوبل تر دې دمه» ارقام یې هغه دي، چې لومړۍ بنده په دې خپل مرور تقدیر ویشوي او بیا یې هم د خپل تدبیر په ناغېړۍ خړ او ملامت کړي.

موږ په دغسې ویرژلي حالت او معمول کې د خپلې ایماني عقیدې پر بنسټ یوازې د خپل خدای پر «تشکر» او د «لابترې» یې د ساتنې دعاوې غواړو او بیا په دې ځان ارام کړو، چې دا د «خدای کارونه وو» او بیا دا هر څه «د خپلو اعمالو» په کهاته کې هم واچوو او ځانته دعاوې وغواړو.

شک نشته، چې خدای په ټول جهان د هر څه او په هر څه «کړو وړو» کوونکی او باخبره دی، مګر د انسان په لاس «العیاذ بالله» د هیڅ ناوړه او یا د ناسمو کارونو په کولو کې یې حتی اراده هم شامله نه ده؛ یعنې «د خدای کارونه» هغه دي، چې هغه د انسانانو او کایناتو لپاره د ګټې او مراحمت سبب دي او هغه چې منع یې فرمایلي او موږ انسانان یې کوو، دا رښتیا هم زموږ د خپلو همدې ناسمو «اعمالو» سبب کېدای شي.

مقصد د خبرې دا دی، چې دغه جملې چې سیلابونه «د خدای کارونه» او وړنه یې زموږ «د خپلو اعمالو» نتیجه ده، د تامل وړ دي، ځکه بارانونه به بېشکه چې د خدای کار وي؛ خو په سیلابونو وړنه یې زموږ او یا زموږ د اعمالو او تدبر نتېجه ده، د «خپلو اعمالو» نتېجه یې یوازې دا نه ده، چې له یوې مخې دې ځانونه ګنهګار، نااهله او مفسیدین وبولو او یوازې په استغفرالله دې ځانونه خلاص وګڼو؛ بلکې په دغه اعمالو کې په اقلیمي بدلونونو کې زموږ هغه ګناه هم شامله ده، چې زه او ته یا موږ یې په بې درېغه ډول په کارېدنې ورسره شریک یو؛ مثلاً دا موږ یو چې د فوسیلي سون توکو لکه تېل، سکاره او د ګازو زیات استعمال، کاربن ډای اکسایډ او نورو ګازونه یې په لوړه کچه کاروو، چې د تودوخې په زیاتوالي او د اقلیمي ناورینونو په رامنځته کولو کې یې نقش نه یوازې ثابت دی؛ بلکې د ځنګلونو وهل د اوبو طبیعي جذب هم کموي او د سېلابونو شدت هم زیاتوي، صنعتي فعالیتونه لکه د فابریکو لوګي او د موټرونو زیات استعمال د هوا ککړتیا ډېروي او د کثافاتو ناسمه اداره یې د چاپېریال زیان زیاتوي، دا ټول عوامل یې همغه دي، چې په ګډه د شدیدو ورښتونو، سېلابونو او وچکالیو سبب کېږي او دا هغه ګناه ده، چې موږ یې د «خپلو اعمالو» په جمله کې په بل ډول ګناه تعبیروو.

خبره دا ده چې دا ډول انساني فاجعې لکه سیلابونه، سیلۍ، زلزلې او یا یو شمیر نور طبعي افاتونه نه اولیني دي او نه یې دا وروستي کېدای شي؛ خو مهمه دا ده، چې څنګه یو څوک په ځان، ګاونډ، وطن او وطنوالو رحم کولای شي، چې خپل اعمال ورسره طبعي او اړین عیار کړي، هغوی چې دغسې یو پلان شوی عامه پوهاوی او شعور عام نه کړي او په دې برخه کې «حکومتونه او ولسونه» دواړه په ګډه خپلمنځي او جدي برخورد ونکړي، دا باوري ده، چې دوی به په راروانو وختونو کې هم یوازې پیښې او زیانونه ګوري او ارقام به یې خپروي.

 اوس چې ساینسي مطالعات او عامه پوهاوي تقریباً د هر چا په لاس او وس کې دي، سمدستي یا د اوږدمهاله پلان ترڅنګ د داسې عاجلو یا د راروانو څپو په اړه یې معلومات اخیستل او نورو ته رسول یې له مهمو تدبیرونو ګڼل کېدای شي. د دغسې ورښتونو او سېلابونو له امله د مرګ‌ ژوبلې کچه د عامه پوهاوي، وختي خبرداري او چمتووالي له لارې راټیټېدای شي؛ خلک باید د رسنیو لکه سوشل یا عامه رسنیو له لارې د خطرونو او خوندیتوب د لارو چارو په اړه خبر شي، د هوا پېژندنې خبرداریو ته پاملرنه وکړای شي او د خونديتابه لپاره یې لازم اقدامات وکړي، همدارنګه هره کورنۍ باید بیړنی کټ (اوبه، خواړه، درمل او څراغ) تیار وساتي او د لومړنۍ مرستې زده کړه وکړي؛ خلک باید د سېلاب پر وخت خطرناکو ځایونو ته له تګ څخه ډډه وکړي او د حکومت لارښوونې عملي کړي او تر ټولو مهمه دا چې د ټولنې په کچه یو بل سره همکاري او مرسته وکړي؛ څو د دغسې ناورینونو پر مهال ژر او خوندي غبرګون یې له زیاتو زیانونو وژغوري.

دې ناورینونو ته چې له ځان سره د جګړې نوم هم ورکړی شوی دی، علت یې لکه زموږ همدا د اوږد مهاله یا لنډمهاله پلان او تیاری دی، چې بېخي یې نه لرو، د طبعي افتونو د کاروپوهانو په وینا که انسان له دغسې جګړو سره د معاصر چلن په اساس محتاط ونه وسي؛ نو د بېغورۍ په وجه یې خدای مکړه له هغه خطرناکو جنګونو هم څو برابره په زیات زیان ورته تمامېدای شي؛ ځکه خو باید د هغې یوې ګناه په اعتراف کې دا هم ځای کړو او ومنو، چې د دغسې افتونو په راتګ کې زموږ خپل هغه لاس هم ډېر او قوي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...