Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ته د ازبکستان د درملو د صادراتو په اړه د دوو...

افغانستان ته د ازبکستان د درملو د صادراتو په اړه د دوو هیوادونو خبرې

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) افغان او ازبک استازو د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د درملو د کمښت د ستونزې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان له لوري د تجارتي او ترانزیتي لارو د بیا بیا بندولو له کبله د افغانستان د طالبانو حکومت له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی دی او له دې کبله په افغانستان کې د درملو د کمښت ستونزه رامنځته شوې خو ځینې خلک وايي چې د پاکستان د درملو د بندېدو له کبله د جعلي درملو مخه هم تر ډېره نیول شوې ده.

د اوزبکستان د عامې روغتیا وزارت د درملو د څانګې مسوول عبدالله عزیزیف، ویلي چې یو شمېر ازبکستاني پانګه‌وال کابل ته تللي چې د افغانستان د «درملو د ستونزې حللارې» وڅېړي.

ده د افغانستان د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفی سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې دا شرکتونه ژمن دي هغه لوړکیفیته درمل، چې په اوزبکستان کې تولید او کارول کېږي، افغانستان ته هم صادر کړي او د خلکو باور ترلاسه کړي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، ویلي چې اوزبکستان د لابراتواري وسایلو د برابرولو او د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...