Home+د کوکاکولا له څښلو وروسته په بدن کې څه تیریږي؟

د کوکاکولا له څښلو وروسته په بدن کې څه تیریږي؟

لیکنه: ډاکټر ش میره کی

‏‎نن سبا په ټول هیواد کې د کوکاکولا او نورو څښاکونو څښل عام شوي دي خو هیڅوک ېې تاوانونو ته پام نه کوي له دې سره سره چې په ځلونو د ډول ډول څښاکونو د تاوانونو په هکله خبرداری ورکړل شوی خو په درېیمه نړۍ کې له بده مرغه رسنۍ او روغتیايي اورګانونه د خلکو د پوهاوي په هکله فعاله نه دي ولې یوازې تعصب او نفاق ته ښه لمن وهي.

کاربونیټ یا ګازلرونکي مشروبات هغه مشروبات دي چې کاربن ډای اکسایډ لري چې په کاربونیټ یا ګازي اوبو کې منحل کیږي.

په مایعاتو کې د CO2 منحل کول د جوش یا بخار لامل کیږي. کاربن ډای اکسایډ یوازې په اوبو کې په ضعیف ډول حل کیږي، نو دا به په ګاز بدل شي کله چې فشار خپور شي. دا پروسه معمولا د لوړ فشار لاندې کاربن ډای اکسایډ په کې داخلیږي. کله چې فشار لرې شي، کاربن ډای اکسایډ د محلول څخه په کوچنیو وړیو حبابو تبدیل کیږي.

دا عمل به محلول کې د جوش یا ګاز کیدو لامل شي. د دې موادو ترکیب او د دې عملیاتو ترسره کول د همدغو څښاکونو زیان ډیروي او په بدن کې ناروغۍ رامینځته کوي.

‏‎په دې وروستیو کې د بریټانیا یوې ورځپاڼې پر بدن د کوکاکولا پر اغیزو نوې څیړنې کړي او ثابته کړې ېې ده چې د کوکاکولا له څښلو یو ساعت وروسته په بدن کې څه تغییرات راځي.

‏‎د لندن چاپ ډیلي میل ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي دي له لسو دقیقو وروسته چې یو قوطی کولا وڅښل شي داسې وي لکه چې لس قاچوغې بوره په یو ځل بدن ته ورسیږي او دا دومره بوره ده چې د انسان د څلورویشت ساعتونو سل په سلو کې اړتیا پوره کوي.

‏‎شل دقیقې وروسته چې د وینې خواږه لوړ شول په بدن کې د انسولین اندازه لوړیږي له دې وروسته ځیګر خپل ټول فعالیت پیلوي چې دغه خواږه په غوړو بدل کړي یعنې په تریګلسراید باندې چې د انسان خیټه کې زیرمه کیږي او بیا به مختلفو ناروغیو ته هم لاره هواره کوي.

‏‎څلویښت دقیقې وروسته بدن په کولا کې ټول موجود کافین او خواږه جذبوي او له امله یې د وینې فشار لوړیږي او ورسره د سترګو کیسې لویږي. په دغه پړاو کې ځیګر تولید شوي خواږه وینې ته ټیل وهي او ورسره په مازغو کې داډینوزین په نامه رسپټورونه بندیږي او دغه چاره د دې سبب کیږي چې د سړي خوب وتښتي یعنې بې خوبي رامنځ ته کوي.

‏‎د کولا له څښلو ۴۵ دقیقې وروسته په بدن کې د ډوپامین په نامه د مادې اندازه لوړیږي ډوپامین عصبي لیږدونکېماده ده چې په مازغو کې د خوندونو مرکز فعالوي.

‏‎شپیته دقیقې وروسته په معده کې فاسفوریک اسیډ له کلسیم، مګنیزیم او زینګ سره یو ځاي کیږي او په دې ډولد بدن میټابولیږم لوړیږي.

‏‎کله چې په وینه کې خواږه زیاتیږي نو ورسره ادرار هم زیات تولیدیږي او له ډیر ادرار سره له بدنه ډیر کلسیم هم بهرته ځي دغه راز کافین هم ادرار زیاتوي او له دې لارې هم کلیسم، زینګ او مګنیزیم له بدنه ډیر اوځي.

‏‎دغه مواد د هډوکو د مذبوتیا لپاره ډیر اړین دي او د کوکاکولا په څښو هډوکي مو هم کمزوری کیږي.

‏‎له دې وروسته په بدن کې د خوږو اندزه ناببره کمیږي او ورسره د کوکاکولا موجودې اوبه هم له بدنه اوځي کله چېله بدنه د هډکو او غاښونو د مذبوتیا اصلي عناصر بهر ته اوځي نو هډوکي او غاښونه تر نورو ډیر تاواني کیږي دغه چاره په ماشومانو کې زیات اهمیت لري.

‏‎بوره، سپین اوړه او مالګه نن سبا سپين زهر بلل شوي دي نو کله چې په یوه قوطي کوکاکولا کې لس قاچوغه بوره په ځاي بدن ته رسیږي نو څومره تاوان به ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...