Homeخبرونهایراني مشرانو ته د ټرمپ پر سپکو سپورو د شنونکو انتقادونه

ایراني مشرانو ته د ټرمپ پر سپکو سپورو د شنونکو انتقادونه

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) په خواله رسنۍ کې د ایران مشرانو ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپکو سپور ډک او ګواښونکي پوست نړیوال شنونکي حیران او اندېښمن کړي دي.

امریکايي ټلویزیوني چاینل سي این این ویاند پینا دنګ د ټرمپ پر ګواښونو حیرانتیا ښکاره کړه او ویې ویل چې پر برېښناکوټونو او بنسټیزو تاسیساتو باندې بریدونه د جنګي جرم ګڼل کېږي.

له بلې خوا د نیویارک ټایمز خبریال زولان وویل چې د ولسمشر ټرمپ خبرې متضادې دي.

د نړیوالو چارو کارپوه بریټ مک ګارک وویل چې د داسې ژبې کارول به ټرمپ ته د کوم جوړجاړي لار نه پرانیزي.

په سکای نیوز کې شنونکې ټیرا کینګارلو وویل چې دا ډول څرګندونې د ټرمپ مایوسي ښيي، او زیاته یې کړه چې د ټرمپ کړنو ایران نور هم زړور کړی دی.

هغې وویل چې د ایراني مشرانو لپاره مرګ د ویاړ نخښه ګرځېدلې، په داسې حال کې چې ټرمپ هر څه د معاملې (سودا) له نظره ګوري.

د کارګرانو د اتحادیې مشر هوورډ بیکټ وویل چې ټرمپ اوس د هماغه هرمز تنګي په اړه اندېښمن دی، چې څو ورځې مخکې یې په اند امریکا ته کوم اهمیت نه درلود.

هغه زیاته کړه چې د ټرمپ ګواښ د جګړې جرم دی، او باید په امریکا کې نظام بدل شي او ټرمپ نړیوالې جزايي محکمې (هاګ) ته وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...