Homeخبرونهننګرهار: د کورونو د نړېدو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله...

ننګرهار: د کورونو د نړېدو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز مسوولان وایي چې، د وروستیو ورښتونو له امله د هېواد بېلابیلو ولایتونو کې خلکو د سرړمال زیانونه لیدلي دي.

ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي چې د دې ولایت په خوږیاڼیو، پچیراګام او سپین‌غر ولسوالیو کې د کورونو د چتونو لوېدو له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده چې ۶تنه په کې مړه او ۷ نور ژوبل شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو ولایتي ویاند رسنیو ته ویلي چې، د خوږیاڼیو ولسوالي اړوند د احمدخېلو په سیمه کې د یوې کوټې چت لویدلی چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي شوې ده.

همدارنګه د پچیراګام ولسوالي د موسی‌خېلو په سیمه کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د یو کور چت غورځېدلی چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي.

د طالبانو لوړرتبه مسوولانو تر اوسه د سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې وروستي ټولیز د مرګ ژوبلې ارقام نه دي خپاره کړي خو تر تېر ماښامه یې د ۲۴ ساعتونو د مرګ ژوبلې په ارقامو کې ویلي وو چې، په افغانستان کې د وروستیو سېلونو له امله د مړو شمېر ۹۹ ته لوړ شوی او لږ تر لږه ۱۵۴ کسان ژوبل شوي دي، ځکه چې له څو اوونیو راهیسې شدید بارانونه د هېواد په ډېرو سیمو کې دوام لري.

د پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي وو چې د مارچ له ۲۶مې راهیسې نژدې ۶ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي، تر ۳۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او پراخې کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...