تاند (دوشنبه د وري – حمل ۱۷مه) د رسنیو د راپورونو له مخې په مدیترانې سمندرګي کې له لیبیا څخه اروپا ته د روانې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۷۱ کسان بې درکه دي.
د دې کښتۍ یوازې ۳۲ کسان ژغورل شوي دي.
د ایټالیا او د جرمني سازمان «سی واچ» د راپورونو له مخې، دې کښتۍ ۱۰۵ کسان لېږدول، او د ډوبیدو وروسته د دوو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
ژوندي پاتې د ایټالیا ساحل ساتونکو کښتۍ ته لیږدول شوي.
د سرچینې له لوري په خپره شوې وېډیو کې شاوخوا ۱۲ کسان ښودل شوي چې د ژغورنې په نارنجي کښتۍ پسې نښلېدلي او یوه سوداګریزه کښتۍ د دوی مرستې ته راځي.
د راپورونو له مخې خراب موسم او په مدیترانه کې نامناسب شرایط له شمالي افریقا څخه اروپا ته د مهاجرت لاره خورا خطرناکه کړې ده.
مدیترانې سمندرګی د شمالي افریقا او اروپا ترمنځ، د غیرقانوني مهاجرت لپاره یو له خورا خطرناکو لارو ګڼل کیږي، چې هر کال د کښتیو د ډوبیدو او د مهاجرینو د مړینې ډیری راپورونه ترې خپرېږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې د روان کال له پیل راهیسې په مرکزي مدیترانې کې لږترلږه ۶۸۳ کسان مړه شوي دي، چې دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د مالوماتو له مخې تېر کال د کډوالۍ په بېلابېلو لارو کې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان مړه یا ورک شوي دي.
د همدې شمېرو له مخې، په اسیا کې نږدې ۳۰۰۰ کډوال مړه شوي وو، چې له نیمایي څخه زیات یې افغانان وو.