Home+د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره

چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه

ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني له مرکز څخه په شاوخوا ۴۵ کیلو مترۍ کې جنوب ته پرته ولسوالي ده.د ګیرو ولسوالي شمال ته د شلګر سیمه یا اندړو ولسوالي واقع شوې. پخوا به د اندړو ولسوالي او ګیرو سیمه د سردې رود سره جلا کوله. د ګیرو جنوب ته ډیله او د آب بند سیمې، ختیځ ته يي هم د خربین غر او د یوسف خیلو ولسوالي پرته ده. لویدیځ ته یې هم قره باغ ولسوالي ده چې په جلګه سره بیلیږي. هوا یي لکه دغزني د نورو سیمو په څیر په دوبي کې معتدله وي ژمی يي سوړ او واورېن وي. د یخنۍ درجه منفي ۱۵ سانتي ګراد ته رسیږي. د ګیرو ولسوالي ډیری ځمکې د سردې بند تر پروژې لاندې دي چې له دې امله هم یوڅه سمسوره او اباده سیمه هم ده. په ګیرو کې غنم، اوربشي، جوار، ږدن، کچالو کرل کیږي خو انګور يي د پام وړ دي. پالیزونه يي خواږه خټکي او هنداوڼې لري. نورې ډول ډول میوه لرونکې ونې اوحبوبات هم په کې کرل کیدای شي.

دې سیمې ته ولي ګیرو ویل کیږي؟

د ګیرو لغوي معنا ( سره خاوره) یاده شوې ده. د پښتو مشهور قاموس دریاب په ۱۱۲۰ مخ کې داسې کاږي

(ګیرو: (ګي – رو) اسم – واحد – مذکر- د خاورې یو قسم ۰ سره خاوره)

د هخدا لغت نامې په د دیارلسم ټوک د ګ ردیف په ۱۹۴۷۶ مخ کې بیا ګیرو د یوه ایراني پهلوان نوم یاد شوی دی. چې خو د (آنندراح ) په حواله دا هم وايي چې ښايي دا به ګیروي یا کبروي وي.

د هندې سرچینو په خبره چې ګیرو له اره هندي توری دی. معنا يي یو ډول سور ټوکر دی. چې په غلو دانو لویږي. یا هواریږي.

(گیرو کے رنگ کا، ایک قسم کا سرخ کپڑا جو اناج کو لگ جاتا ہے)

له دې ور ها خوا ګیرو (د سیوري) په معنا هم راغلې. اوس هم د افغانستان د ځینو سمیو په تیره بیا د غزني د ناور ولسوالی خلک هغو سمیو او غرونو ته هم ګیرو وايي چې د سیوري خواته وي. لږ لمر ورته ورسیږي، د ګیرو ولسوالي هم تر یوه بریده غرنۍ او ځینې غرونه يي د سیوری خواته او له واورو ډک وي. یاده سیمه داسې ځایونه هم لري چې خاوره يي سره بخونه او ډیری وخت لا هم د دې سیمې وګړي دا خاوره د تنورونو له پاره هم کاروي. موږ دم ګړۍ د غزني په ناور ولسوالي کې د ګیرو کلا په نوم یو ځای لرو. چې ګیرو قلعه سر بید یی بولي. گیروقول هم یو بل ځای یا کلی دی. داسې ویل کیږي چې پخوا کلونو کې په دي سیمو کې هزاره توکمه وګړي اوسیدل کله چې د وئ د غزني ولایت له جنوبی برخو ګیرو او شلګر له سیمو څخه د کورنیو جنجالونو او جګړو له امله ناور ته وکوچیدل نو بیا يي همالته هم په خپلو نویو مینو او کلیو باندې د خپلو کلیو پخواني نومونه کیښودل. ښايي دا خبره تر یوه بریده کره هم وي. په پخوا کلونو کې په همدې سیمو کې د مومندو لوی قام میشته وو. چې له هغه وروسته بیا د هزاره توکم وګړو هغوئ له دې سیمو څخه ویاستل، خو د مومندو ځینې کورنۍ لا هم د سردې او ناني په کلیو کې میشته دي. همدا ډول کله چې بیا اندړو په دې سیمه ولکه وکړه بیا نو هزاره توکمه له دې سیمو څخه ووتل او په غرنیو سیمو لکه ناور – جغتو او مالستان کې میشت شول. د دوئ څخه هم ځینې کورنۍ او آن چئ کلي هم همدلته پاته شول. لکه د قره باغی کلی او… یوه دوست مې راته په خپل یوه پیغام کې داسې کښلي. یو روایت دا هم دی، چې ما له خپلو مشرانو اورېدلي دي، چې ګېرو، کټواز سیمو کې هزاره مېشت وو، بیا وروسته دوی له دې ځایه لاړل، دا اوس هم ناور کې یوه سیمه د ګېرو په نوم دی، هزاره هغه سیمې د ګېرو په نوم یادوي، چې سیوري لوري ته وایي.

یوه پښتو لنډۍ:

د سپینې خولې مزه دې ډېره

چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه

یا دا لنډۍ

د دوبي لمر تیزه ګرمي ده

خولګۍ مې واخله په ساړه ګیرو مینه

که زموږ د پښتو ژبې ادب تاریخ کې د لنډیو قدامت ته ځیر شو. نوعمريي تر لیکلي ادب ډیر پخوانی او لرغونی دي. د سپوږمې رڼا ته د سوما ګلونو لو او دا لنډۍ

سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه

جانان د ګلو لو کوي ګوټې ریبينه

د سوما بوټو ریبل خو لوی استاد علامه حبيبي د زرتشت پۀ وختونو پورې تړي. د همدې لنډیو په بنسټ زمونږ ادب پوهان د پښتو د شعر زمانه تر ” وېدي“ دورې پورې رسوي. موږ ته له پورتنۍ لنډۍ څخه جوته شوه چې د ګیرو یادونه د پښتو لرغونې ادب لنډیو کې هم شوی، او ورنه ښکاري چې دا سیمه د خاورو او تیږیو دغونډیو له امله هم د اهمیت وړ وه. په سیمه ایز ګړدود کې کله کله غونډیو ته د ډیرانونو کلمه کاروله کیږي. لکه په پورتنۍ لنډۍ کې چې کاروله شوې ده. د ګیرو په ولسوالي کې د احد، دیسي، عظمت، ریګک، غټ کلي د غونډیو په لمنو کې پراته دي او مشهورې غونډۍ بیا د مزار، شپنواو خواجه نور بابا غونډۍ دي.

د ګیرو ولسوالی د کلیو نومونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په هرحال اوس هم غواړم په دغې سیمه د هغوو کلیو نومونه هم یاد کړم کوم چې په رسمي ډول د ګیرو په ولسوالي پورې اړوند دي.

احد -ادریسخیل – ادینه ارسکی – اکبرخیل – باتور – باغګی – بدی – بهادرخیل- پارچه – پنه – تورکوڅی – جهانګیر – عبدالله کلا – خرچوش – خوارکی – دیسی – سپین پانی – شکور – شا ګلخیل – شیله – سفروال – عظمت – علی شیرخیل – عنبرخیل – خدوال – مان – ارسلا کلا – حکیم کلا – سره کلا – شوراب – چمبر عبدالله – قلعه صفروال – سلیمان کلا – تعمیر کلا – موی بلاغ – مټاخان سفلی – مټاخان علیا – مزار – موسی خیل – میلنی – میلاو – ناکام – نانی غونډ- نعمتی – شال – مانکی – احمدخیل – بهار – کولا ګی – رستم خیل – قلعه ګۍ – کوده – ابراهیم – ختاء خیل.*

د ګیرو د ولسوالی د ټولو کلیو شمیر ۵۶ او د نفوسو شمیرِیې د ۱۹۶۵ کال د احصايوي معلوماتو له مخې (۱۲۷۶۷) تنه دی مساحت يي هم (۸۷۷) کیلو متره مربع ښودل شوی دي. خو د ۱۳۹۹ کال د شمیرو له مخې بیا د د غې ولسوالی د نفوسو شمیر نژدې ۴۱٬۳۱۹ تنه یاد شوی دی. یعنی کابو درۍ برابره زیات شوی.

*( اتلس قریه ها چاپ کال ۱۳۵۳ – مرکزي احصاییه اداره)

د ګیرو په ولسوالی کې میشت قومونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ګېرو په ولسوالي کې د اندړو د قام تر څنګ ځینې نور قومونه لکه تره کي، سلیمانځي، خروټي، سلیمانخیل او نیازی هم ژوند کوي.

مرحوم ولي ځلمی په خپل اثر د غزني تاریخي جغرافیه کې په دي تړاو کښلي:

(په ګیرو کې د اندړود ښاخ څخه: مرجانخیل، مسیزي، جلالزي، موسی خیل، لکڼ خیل)

(د سلیمانخیلود ښاخ څخه: – سلطانخیل، جلال خیل، نسوخیل، ادین خیل ، کامراني)

(د تره کود ښاخ څخه: لیلیزي، ملي خیل، بدین خیل، میرک خیل، شبي خیل، ملکدینخل) او د پښتنو نور قامونه لکه خروټي سلیمانزي، سرکانسي هم په ګیرو ولسوالي کې ژوند کوی. په دوبي کې شاوخوا ۴۰۰ کوره سلیمانزي او موسی خیل کوچیان هم ګیرو ته راځي او عبوري کوچیان د ګیرو څخه ناور او هزاره جات سیمو ته کوچ کوي) د غزني تاریخي جغرافیه ۱۴۲ مخ.

په پای کې غواړم یادونه وکړم چې د ګیرو ولسوالي په شاوخوا ۴۵ کاله کې یوه له هغوو ولسوالیو څخه بلله کیده چې ډیری وخت به په کې جګړه روانه وه. چې د دغې جګړې له امله ډیری کورنۍ لا هم د ویر په ټغرناستې دي. خو تر خوا يي خلک له هر ډول لومړنیو خدمتونو څخه هم بې برخې وو. د روغتیايي کلینکونه کمی. د ښوونځیو نه شتون تل محسوس و. همدا ډول لارې او سړکونو یې کنډ کپر وو. د هغې ورځي په هیله چې د خلکو دا ستونزې نورې محسوس نه شي.

یادونه وکړم چې د دغې سیمې د فرهنګي، دیني، لوستو او قومی، شخصیتونو په اړه معلومات په بله لیکنه کې وړاندې کیږي. اوس همدمره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...