زما د ژوند خاطرې
لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت
په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې اسانه کور ته ورتلای سوای، د شپې تر ناوخته پورې به د ده په کور کې بانډار تود و.
یوه شپه زه هم ورغلی وم. ډاکټر صاحب پر خپلو پخوانیو سیاسي فعالیتونو خبرې وکړې، ویل «تر ٢٠٠٢ کال وروسته پاکستاني چارواکو څو ځله ماته غیر رسمي بلنه راکړه، خو ما و نه منله، ما ویل زه په دې سپینه ږیره د مېلو سړی نه یم او نه پاکستان د سیل او تفریح ځای دی، ما پاکستان لیدلی دی، زه غیر رسمي د څه لپاره درسم؟ زه د یوه مستقل او رسمي دولت استازی یم، رسمي اجنډا وټاکئ او رسمي بلنه راکړئ، چې درسم.»
تر دې وروسته د پاکستان د باندنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر رسمي بلنه راکړه او زه هم له ولسمشر کرزي صاحب سره تر مشورې وروسته اسلام اباد ته ولاړم.
د خبرو په پیل کې حنا راته وویل، چې وروره پاکستان ته ښه راغلې! ما ورته وویل چې له ډاره ورور مه راته وایه، زه تاته په بد نظر نه ګورم او نه مې عمر او وظیفه دا ایجابوي، تاسې اسلامي ورورګلوي هم هیڅ وخت نه ده عملي کړې، اصلي اجنډا ته راسه!
حنا په ډیپلوماټیکه او سمبولیکه ژبه خبرې کولې، سپینه خبره یې نه کوله، ما سپین کاغذ ورمخکې کړ، ما ویل پر دې کاغذ خپلې ملي ګټې ولیکه، زه به دا غوښتنې له خپل ولسمشر او ملي شورا سره شریکې کړم، که اړتیا وه لویه جرګه به راوغواړو، له ملت سره به مشوره وکړو، چې د افغانستان او پاکستان اختلافات ختم سي.
حنا بیا هم خبره یوې او بلې خوا ته وړله، جرئت یې نه سوای کولای، چې خپلې ملي ګټې ښکاره راته ولیکي. ما ورته وویل، چې زه به یې پر کاغذ درته ولیکم ته یې لاسلیک کړه، زه پوهېږم، چې تاسې څه غواړئ، مثلا د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت پېژندل، منځنۍ اسیا ته تجارتي لاره غوښتل، په افغانستان کې د هندي کونسلګریو کمېدل او له هند سره د دوستانه اړیکو ګراف راټیټول، د کونړ اوبه، ستاسې له ادرس څخه له طالبانو سره د سولې خبرې او داسې نورې ګټې.
حنا بیا هم خبره وژووله، زه پوه سوم، چې دا د دومره مهمو خبرو صلاحیت نه لري، دا پرېکړي یوازې د پاکستان پوځي ادارې کولای سي، ما ویل زه غواړم ستاسې له لوی درستیز جنرال باجوه سره ووینم، تر دې ملاقات وروسته خپلې کوټې ته ولاړم، څو ساعته وروسته حنا زنګ راوواهه، ویل ماښام ته د پاکستان اعلی سرقوماندانۍ (GHQ) په دفتر کې د جنرال باجوه مېلمه یې.
کله چې زه د جي، ایچ، کیو دفتر ته ورغلم جنرال باجوه په روغبړ کې په خندا راته وویل: حناجاني ته دې ویلي وه، چې پاکستان په نجونو سیاست کوي. ما ویل نه داسې مې نه دي ویلي، ما ویل د افغانستان او پاکستان اختلافات په نجونو نه حل کېږي، د پاکستان بهرنی سیاست پوځ جوړوي او باید په دې اړه د پاکستان له پوځ سره خبرې وسي.
له جنرال باجوه سره په خبرو کې مې هم وویل، چې تاسې خپلې ملي ګټې راته ولیکئ، خو جنرال باجوه هم سپینه خبره و نه کړه.
د ډاکټر صاحب تر دې کیسې وروسته جبار قهرمان له ډاکټر صاحب څخه وپوښتل، چې باجوه خو پوره صلاحیت درلود، ولې یې خپلې غوښتنې درته و نه ویلې؟
ډاکټر صاحب وویل د باجوه زموږ په حکومت، په تېره بیا ولسمشر کرزي صاحب په ادرس سترګه نه ډکېده او دا د صلاحیت ادرس نه بولي، ستونزه دا ده، چې موږ واحد سیاسي دریځ نه لرو، که کرزی صاحب د پاکستان سره تعامل ته نژدې سي مارشال فهیم دا تعامل نه مني، که مارشال فهیم یې ومني کریم خلیلي یې نه مني، د پاکستان د ملي ګټو خبرې په حقیقت کې له ایران، روسیې، هند او امریکا سره تعامل ته اړتیا لري، چې دا خبرې له هغوی سره په مسخه سوې یا اوښتې بڼه شریکږي، خو زموږ بل ګاونډی ایران ډېر روښانه دریځ لري، یوه خبره چې خامنهیي کوي، هغه خبره کټ مټ ولسمشر، پارلمان او رسنۍ هم کوي.
کله چې ډاکټر اشرف غني په ٢٠١٤ کال کې ولسمشر سو، نو د همدې کال د نومبر پر څوارلسمه نېټه یې پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان د مرکزي پوځي قوماندانۍ دفتر (GHQ) کې یې د پاکستان له لوی درستیز راحیل شریف سره وکتل.
کله چې ډاکټر صاحب ولسمشر سو ما یوازې دوه ځله ولید، چې زما دې پوښتنو د رسمي غونډې له اجنډا سره اړخ نه لګاوه او نه پخوانۍ دوستانه او ازاده فضا پاته وه. پوښتنه دا ده، چې کله د افغانستان اعلی سرقوماندان او ولسمشر له راحیل شریف سره وکتل ایا هغه خبرې یې ورسره مطرح کړې، چې په همدې دفتر (GHQ) کې یې څو کاله مخکې له جنرال باجوه سره راپورته کړي وې؟ ځکه په دې وخت کې ډاکټر صاحب هم ولسمشر، هم د نظامي قواوو اعلی سرقوماندان و، د کرزي صاحب په پرتله یې په نظام کې دننه خپل سیاسي مخالفین ځپلي ول، خپل دوه مرستیالان یې هم د ځان تابع کړي او د ده مخالف دریځ یې نه سوای نیولای، دغه ډول یې د کرزي صاحب په پرتله له امریکایانو سره اړیکې ښې وې؟ که دا موضوع یې له راحیل شریف سره مطرح کړې وي نتیجه یې څه سوه؟ باید نتیجه یې تر مخکیني ملاقات ښه وای. که یې دا موضوعات له راحیل شریف سره نه وي مطرح کړي، نو نور کوم موضوعات ول، چې تر دې دي موضوعاتو به مهم ول؟ د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن سیم تېرولو پروژه د چا وړاندیز و، چا ومنله او چا عملي کړه؟ که باجوه په نجونو ملي او نظامي موضوعات مطرح کول مسخره ګڼل، نو د ده په وخت کې ولې دفاع وزارت له غیر مسلکي نجونو ډک سو؟ ډاکټر صاحب باید خپل خاطرات ولیکي او ملت ته هر څه سپین ووایي، باید اعترافات، اشتباهات او تېروتنې هم ولیکي، ځکه دا د ملت حق او ملي امانت دی، باید ملت پوه سي چې ډاکټر صاحب څومره ملامت او څومره سلامت دی؟ څومره شعوري تېروتلی او څومره یې په مخکې بهرنیانو خنډونه جوړ کړي ول؟ که له هیواد څخه د ده تېښته ملي مصلحت وي نو غازي امان الله خان ولې له دې امله پړ وبلل سو؟ ډاکټر صاحب خپله څومره تېروتنې کړي او څومره درباري غوړمالانو سترګې ورپټې کړي او په غوږو کې یې پنبه ورایښې وه؟ زه نه پوهېږم، چې ډاکټر صاحب د اطاعت له مخې پټه خوله دی او د امریکایانو ظلمونه او چالبازي پټوي او یوازي پر یوه متقاعد او افغان الاصله امریکایي خلیلزاد انتقاد کوي او که ډارېږي؟ ډاکټر صاحب خو پخوا د ډار سړی نه و اوس ولې ډارېږي؟ دی به نور څومره ژوندی وي او په سیاست کې بل څه ډول چانس ته په تمه دی؟
په دې مجلس کې د شلو په شا و خوا کې خلک ناست ول، شاید له باجوه سره د ملاقات کیسه ډېرو دوستانو ځنې اورېدلې وي او ځینو به زما دا خاطره هم لوستې وي، که فرض کړو، چې ډاکټر صاحب زنداني دی، فضلي او محب دوی خو ازاد ګرځي، چې د ډاکټر صاحب سره یې د حکومت ګډ مثلث جوړ کړی و، دوی خو له رسنیو سره د خبرو اجازه لري دوی ولې په دې اړه څه نه وایي؟