Homeخبرونهد سپوږمۍ لور ته تللي ستورمزلي اوس چیري دي؟

د سپوږمۍ لور ته تللي ستورمزلي اوس چیري دي؟

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۶) د امریکا د فضايي ادارې، ناسا د آرتمیس ۲ ماموریت، چې سپوږمۍ ته د انسان د بیا بېولو لور ته یو مهم ګام بلل کېږي، د پنجشنبې په ورځ پیل شو.

څلور ستورمزلي د یوه توغندي په وسیله فضا ته ولېږدول شول، خو د هغوی بېړۍ لا تر اوسه د سپوږمۍ پر لور نه ده روانه شوې.

ستورمزلي اوس مهال د اوریون کپسول په نوم په ستوربېړۍ کې د ځمکې په مدار کې دي او د لومړنیو تخنیکي پړاوونو او چمتووالي کارونه ترسره کوي، څو د سپوږمۍ پر لور د سفر لپاره چمتو شي.

په دې پړاو کې د مدار تنظیم او تخنیکي مانورونه شامل دي، چې د سپوږمۍ پر لور د څلور ورځني سفر د پیل لپاره د «انتقالي سوځېدا» (انتقالي احتراق) په وسیله ترسره کېږي.

له فضا څخه مځکې ته د دوی لومړنی راستول شوی عکس

دا ماموریت چې شاوخوا ۱۰ ورځې دوام کوي، تر ډېره ازمیښتي بڼه لري او هدف یې دا دی چې د اوریون کپسول وړتیا وارزوي چې انسانان سپوږمۍ ته ولېږدوي.

د عملې غړي درې امریکایي ستورمزلي او یو کاناډایي دي.

دا سفر سمبولیک ریکارډونه هم لري:

  • د لومړۍ ښځې ګډون
  • د لومړي تورپوستي سړي ګډون
  • او سپوږمۍ لور ته د لومړي کاناډایي تګ

د الوتنې مسیر داسې طرحه شوی چې بېړۍ به د سپوږمۍ له شا تېرېږي او له ځمکې څخه به تر ټولو لرې واټن ته ورسېږي.

د ایس‌ایل‌ایس توغندي په وسیله له توغولو وروسته، فضايي بېړۍ د ځمکې مدار ته انتقال شوې او خپل سیسټمونه یې فعال کړي، لکه د لمر پلېټونه.

که هر څه له پلان سره سم پر مخ ولاړ شي، نو آرتمیس به په راتلونکو ورځو کې سپوږمۍ ته ورسېږي، او بیا به د ځمکې د جاذبې په مرسته بېرته راستنه شي.

په وروستي پړاو کې به، کپسول د ځمکې فضا ته د بېرته داخلېدو پر مهال د تودوخې ضد پوښ او چترونو په مرسته سرعت کم کړي او په ارام سمندر کې به ښکته شي.

په ستراتیژیکه کچه، آرتمیس ۲ د امریکا او چین ترمنځ د نوې فضايي سیالۍ یوه برخه ده، ځکه دواړه هېوادونه غواړي په سپوږمۍ او له هغې هاخوا خپل اوږدمهاله حضور ټینګ کړي.

د دې ماموریت بریالیتوب کولی شي د ناسا پر نوو بنسټیزو سیستمونو باور زیات کړي او د راتلونکو انسان‌لېږدوونکو ماموریتونو لپاره لاره هواره کړي، چې پکې د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کېدل او حتی تر مریخه پورې راتلونکي سفرونه شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...