باور د ټولنې د پایښت او ثبات هغه بنسټیز اصل دی چې کولی شي ډېرې ستونزې هوارې کړي، او هغه د شک یا له منځه تلو په صورت کې د ګڼو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شي. په حقیقت کې، باور نه یوازې په سیاست کې، بلکې د انسان د ژوند په ټولو برخو کې یو حیاتي او نه بدلېدونکی رول لري.
زما په اند، په اوسني پېر کې چې نړۍ له بېلابېلو اقتصادي، سیاسي او جغرافیایي ستونزو سره مخ ده، د دغو ننګونو یوه اساسي سرچینه د باور نشتوالی دی. کله چې د هېوادونو ترمنځ یا د سیاسي ډلو ترمنځ باور له منځه ولاړ شي، نو سالمه سیالي په شخړه بدلېږي، او شخصي او ډله ییزې ګټې د اصولو او نړیوالو ارزښتونو ځای نیسي.
که سیمهییزې او سیاسي ګټې د باور د له منځه وړلو پر بنسټ ترلاسه شي، نو دا به نه یوازې لنډمهاله لاسته راوړنې وي، بلکې په اوږدمهال کې به هم نړیوال نظام له سولې څخه د جګړې پر لور ورټېل وهي. همدا لامل دی چې نن ورځ ډېری هېوادونه له بېثباتۍ، جګړو او سیاسي کړکېچونو سره مخ دي، او د باور کمښت ورځ تر بلې د نړیوالو اړیکو فضا کړکېچنه کوي.
اړینه ده چې په سیاست کې د باور فضا بیا رامنځته او لا پیاوړې شي. شفافیت، رښتینولي، حساب ورکونه او متقابل درناوی هغه بنسټیز اصول دي چې کولی شي د باور بیا رغونه یقیني کړي او نړۍ د دوامدارې سولې او رښتینې همکارۍ پر لور رهبري کړي.
په ټوله کې، باور د سالمې ټولنې او باثباته سیاست بنسټ بلل کېږي. که باور پیاوړی شي، ستونزې راکمېږي او همکاري زیاتېږي؛ خو که له منځه ولاړ شي، نو شخړې، بې باوري او بې ثباتي پراخېږي. له همدې کبله، د باور ساتنه او پیاوړتیا باید د هر سیاسي نظام، ټولنیز جوړښت، او د هېوادونو له مهمو لومړیتوبونو څخه وي. راتلونکې سیاسي ملګرتیاوې به د باور پر بنسټ دوام مومي.