یکشنبه, مې 5, 2024
Home+نن د پوهاند مجاوراحمد زیار د زوکړې ورځ ده

نن د پوهاند مجاوراحمد زیار د زوکړې ورځ ده

له نن څخه ۸۷ کاله پخوا  د ۱۹۳۷ م کال د اپریل په ۵ مه نېټه پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار د ننګرهار ولایت د مزینې رود په حصارک کې زېږېدلی.

پوهاند زیار ژبې او ادب ته ستر خدمتونه کړي. تاند استاد ته د زوکړې د ۸۵ کالیزې مبارکي وايي او هیله کوي چې خدای تعالي یې په برکتي عمر کې لا ډېر برکت واچوي.

لاندې د پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار ژوند او اثارو ته کتنه ده چې د استاد له خپلې ویبپاڼې او ویکي پیډیا څخه په مننې خپرېږي.

————————

پوهاند زیار لومړنى ښوونځی په خپل كلي او كامه كې لوستی. تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې په ابن سينا او دارالمعلمين ” كې زده کړو ته دوام ورکړی.

په 1962 م كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه لیسانس ترلاسه کړی او بیا یې د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز – څېړنيز غړي په توګه څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .

له 1966 تر 1972 يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توكمپوهنه (اتنالوجۍ ) كې ماستري او دوکتورا اخیستې ده . له سویس څخه هیواد ته تر ستنېدو وروسته د كابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې استاد شو.

له 1984 – 1986. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او بیابریتانیا ته کډوال شو او له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې په اکسفورډ ښار کې اوسي.

دندې

پر ۱۹۷۲ – ۱۹۷۵ د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه.
پر ۱۹۷۸ – ۱۹۷۹ ز کلونو د افغانستان د علومو اکادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز مشري.
پر ۱۹۸۰ ز کال د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د کمېسيون غړيتوب.
پر ۱۹۸۰ ز کال د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.
پر ۱۹۸۰- ۱۹۸۴ ز کلونو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري.
له ۱۹۹۱ ز کاله راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري.

علمي او ادبي هستونې

پوهنيزې څېړنې

  1. پښتو نومتړنگونه يا اسمي ترکيبات (الماني) د سويس د برن پوهنتون د ۱۹۷۴ زېږدي کال خپرونه.
  2. پښتو پښويه د کابل پوهنتون د ۱۳۶۲ ل کال خپرونه.
  3. ويي پوهنه، د کابل پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
  4. پښتو ليکلار، د ننگرهار د بايزيد روښان پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
  5. پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ لومړی چاپ د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا پر ۱۳۶۹ ل کال ترسره شوی. دويم چاپ پر ۱۳۸۹ ل کال.
  6. پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې
  7. پټه خزانه يوه لغوي خزانه
  8. پښتو سيندگى (هممانيزونه)
  9. پښتو سيندگى (نويزونه)
  10. انگرېزي – پښتو سيندگى (سربلونه + اوستربلونه)
  11. د خوشال ادبي پښتو
  12. د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود
  13. د ژبپوهنې بنسټونه
  14. غږپوهه او د پښتو پښويه (گرامر)
  15. درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه.
  16. پښتو دري فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی.
  17. الماني پښتو فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی.
  18. د پښتو الماني ژباړيز پرابلمونه په الماني ژبه کښل شوی، ناچاپ دی.
  19. ټولنوال رياليزم: برخه برخه په هنر او ژوندون مجلو کې خپور شوی دی.
  20. پښتو گړدودونه (لهجې): په وږمې مجله کې چاپ شوی دی.
  21. پښتو آرپوهه (اتمولوژي): تر «ژ» پورې په وږمه مجله کې خپور شوی دی.

ژباړې

  1. پښتانه او وروڼه مليتونه، د چاپ او خپرونې د دولتې کومېټې رياست د ۱۳۶۶ ل کال خپرونه.
  2. د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک (له الماني)
  3. پټه خزانه (پرالماني).

ادبي (پېيلې او ناپېيلې) ټولگې

  1. زنداني نغمې د شعرونو ټولگه د ۱۳۵۹ ل کال چاپ.
  2. سوزونه او سازونه د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.
  3. وينه او مينه شعري غونډ، د ملي دفاع وزارت د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.
  4. گلکڅونه شعري غونډ، د افغانستان د ليکوالو د انجمن خپرونه، ۱۳۶۷ ل کال چاپ.
  5. گلولې
  6. اند و ژوند شعري طرحې او څلوريزې، د سرحدونو چارو وزارت د ۱۳۶۸ ل کال چاپ.
  7. اند و واند
  8. رزم و بزم شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
  9. پوهه او گروهه
  10. د سبرونو نڅا شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
  11. گلوييونه شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
  12. څڅواکي شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.
  13. زما نړۍ
  14. د مرجانونو څانگې
  15. نوې پېړۍ او نوې زرۍ
  16. اور و وينې د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.
  17. ساندې او سندرې
  18. مينه د زړه په وينه (رومان) او ناپېيلي ( نثري تولگه ) د ۱۳۷۲ ل کال لاهور چاب.
  19. سپین غر شعري غونډ ناچاپ .

د دغو چاپي اثارو ترڅنگ د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه څېړنيزو ليکنو او بيا په هېواد کې او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيکي خپرو شوو ليکنو، ژباړنو او ويناوو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په کچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليکوالي ريکارډأ څښتن کړى دى.

پر دغو ټولو علمي – فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان – پښتني ټولنې دغه هڅاند، نوښتگر پوهاند او ليکوال دا څه له پاسه دېرش کاله د ” يوې – کره ليکنۍ پښتو ” او ” نوي – ازاد پښتو شعر ” غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه کېدو په برخه کې يوه بېسارې اغېزمنه ونډه درلودلې ده.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    په دی وسیله، ښاغلي پوهاند دکتورا ادیب ،شاعر، استاذ او ویلی شم د پښتو ژبې یو بل بابا= زیار بابا ته د اوه اتیا کلنۍ کلیزې مبارکۍ ورکوءم او د تکړښت له برکته ورته ښه روغتیا او سلامتیا ،سره د اوږد عمره غواړم.
    او لویه هیله مې داده چې دوی او نور درانده استادان د(یوه پښتو، کره پښتو) په رواجولو په لراو بر کښې وتوانیږي، ان شآءالله که خدای ج.غوښټل!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب