Homeخبرونهد روسیې سفیر: افغانستان د نجونو له زده کړو پرته پرمختګ نه...

د روسیې سفیر: افغانستان د نجونو له زده کړو پرته پرمختګ نه شي کولی

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۴مه) په اسلام اباد کې د روسیې سفیر البرت خوریف، د بشري حقونو پر رعایت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو اداره باید د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د نجونو، د زده‌کړې او نورو اساسي حقونو درناوی وکړي.

هغه له «TSR Podcast» سره په پښتو ژبه په مرکه کې ویلي: «لومړني بشري حقونه باید د نړۍ د ټولو حکومتونو له خوا رعایت شي، د افغانستان حکومت هم پکې شامل دی، او هیله لرم چې اوسنی حکومت دا موضوع درک کړي.»

نوموړي زیاته کړه چې د ټولنې، په ځانګړي ډول د نجونو، له زده‌کړو پرته د افغانستان پرمختګ او پراختیا ناشونې ده.

د روسیې سفیر د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ځان هوسا احساسوي. هغه ویلي چې د پاکستان ژوند له هغو کلونو سره پرتله کوي چې په کابل کې یې تېر کړي وو، او اوس ځکه ډېر امنیت او ارامي احساسوي چې له خپلې کورنۍ سره ژوند کولی شي؛ داسې فرصت چې په کابل کې ورته نه و برابر.

خوریف، چې کلونه یې په افغانستان کې د روسیې د لوړپوړي ډیپلومات په توګه کار کړی، په پښتو او دري ژبو هم خبرې کولی شي.

خو هغه خبرداری ورکړ چې د پاکستان امنیتي وضعیت هم ورو ورو بدلېږي او ناامني د افغانستان پولې ته په نژدې سیمو او ولسوالیو کې پراخېږي.

طالبانو شاوخوا پنځه کاله وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې بندې کړې. همداراز، په دې موده کې یې د ښځو او نجونو پر ضد لسګونه محدودیتونه او فرمانونه صادر کړي چې د هغوی د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور مخه نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...