شِرک څه معنی؟ شرک دا دی چي انسان د الله تعالی سره په عبادت، قدرت، یا صفاتوکي بل څوک شریک وبولي. یعني د الله څخه پرته د بل چا عبادت وکړي اویا داسي باور ولري چي بل څوک د الله په شان قدرت لري. په دې باره کي به د خلیفه دین محمد هغه وینا ټکي په ټکي را واخلو چي په فیسبوکونو کي ډېره لاس پر لاس سوی او غوغا یې جوړه کړې ده.
« دغه ځای هم ډېر تاواني ده. بیعت وکړي له یوه شیخ نه بیا ګرځي په نورو شیخانو باندي په نیت د استفادې. په نیت د چا باندي؟ د استفادې. د استفادې ګرځي. دا چي بل شیخ ته په نیت د استفادې لاړې. هغه هم بزرګ ده. په نیت د استفادې لاړی. ګناه څه وشوه؟ چي دا کار خرابیږی. دلته ګورۍ یوه باریکه نکته ده. ګناه دا وشوه چي عقیده کي دي شِرک راغی. پیر او بل دي سره شریک کړه. اولیاء د خدای مظهر د صفاتو د خدای دي. موږ ته حکم د تخلق باخلاق الله یعنی د الله په اخلاقو ځان متخلق کړی. الله هره ګناه معاف کوي خو شِرک معاف کوي؟ ان الله لا یغفر ان یشرک به و یغفر ما دون ذلک لمن یشاء. حق متعال هره ګناه معاف کوي خو پرته له شرکه. هره ګناه معاف کوي خو شرک نه شي معافولای. نه شي معافولای یعني نه یې معاف کوي. وايی شیخ چي مظهر د صفاتود خدای ده هغه د مرید تقصیرات، د مرید کمزوری، د اعمالو کمزوری، د ذکر کمزوری، دا ټول برداشت کولای شی اوبیا هم شفقت وکړي که هغه کمزوری هم ده. دا برداشت کولای شي خو شرک نه شي برداشت کولای »
موږ ټولو مسلمانانو ته څرګنده ده چي واحد او لاشریک یوازي د الله ج صفت دی او بل هیڅ بنده په دې عالي صفت متصف کیدلای نه سي. ملا دین محمد وايی که یو څوک له یوه شیخ څخه بل شیخ ته په نیت د استفادې!! ولاړی نو په عقیده کي یې شرک راغی. ملا دین محمد د دې خبري دلیل دا راوړي چي اولیاء مظهر د الله د صفاتو دي( نعوذ بالله) نو لکه الله چي پرته له شرکه بله هره ګناه بخښي شیخ هم د شرک ګناه نه بخښي. ځکه چي مرید له یوه بزرګ څخه بل بزرګ ته ولاړی. د ملا دین محمد په عقیده هر بزرګ العیاذ بالله! د حق متعال په څېر، لا شریک دی. که څوک له یوه بزرګ څخه بل بزرګ ته ولاړ ګواکي مشرک سو. دا ناوړه عقیده ملا دین محمد د دوکاندارو پیرانو څخه راوړې ده او د اسلامي فقهې په هیڅ کتاب کي نسته. پیر یې د حق متعال په صفت متصف کړی دی اودا پخپله شرک دی.
د تصوف یوه بله ناوړه عقیده چي د هغوی د کفر یو بل اساس دی هغه، لکه دین محمد چي وايی، د حق متعال په اخلاقو د بنده متخلق کېدل دي. په داسي حال کي چي اخلاق د فامیلي، اجتماعي او کلتوري قراردادونو په مقابل کي د یوه فرد مسوولیت دی. خو حق متعال هیڅ چا ته مسوولیت نه لری او هغه ته د اخلاق نسبت کول او یا د حق متعال د اخلاق خبره کول؛ هغه ستر ذات د بنده په صفاتو متصف کول دي او دا پخپله پرته له کفره بل څه کېدلای نه سي.
ملا دین محمد وايی اولیاء د خدای، مظهر د صفاتو د خدای دي. په داسي حال کي چي هیڅ انسان د خدای د صفاتو مظهر کېدلای نه سي. انسان چي هر څونه لوړ دیني او دنیاوي مقام ته ورسیږي بیا هم بنده دی. او پخپله حضرت رسول ص په خپل ټول ژوند کي دا ادعا نه ده کړی. هغه هروخت خپل ځان بنده او رسول باله. او کلمه شهادة هم د الله ج پر وحدانیت او د حضرت رسول اکرم ص پر بندګۍ او رسالت باندي شاهدي ده.
اولیاء په قرآن شریف کي خپل تعریف لري او د هغه تعریف په اساس هر پرهېز ګار مسلمان ولي دي او دا کوم خاص مقام نه دی. د قرآن شریف په لسم سورة یا سورة یونس ۶۳ آیة کي راغلي دي چي اولیاءالله یعنی د الله دوستان هغه کسان دي چي ایمان یې راوړی او پر هېز ګار وي یا له الله څخه وېره ورسره وي.
په دې کي د بزرګۍ سوال نه پیدا کیږي بلکه هر انسان چي د حق متعال پر لاره برابر او د قرآن شریف له احکامو سره سم عمل وکړي او له ګناه اوجنایت څخه ځان وژغوري هغه ولي دی او په آخرت کي به یې ځای جنت وي. هلته د هر مسلمان اعمالو ته کتل کیږي او حق متعال د هیڅ بنده په حق کي نعوذ بالله ظلم نه کوي.
ملا دین محمد په خپل دغه بیان کي مشرک دی. که ملا هبت الله په دې حقیقت نه پوهیږي نو هغه د اسلام په دین کي جاهل دی او که د آی ایس آی له ویري څه نه سي ورته ویلای نو منافق دی او باید چي توبه وباسي.