تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۱۳مه) افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د چین په غوښتنه یې له پاکستان سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ خبرو ته غاړه ايښې ده.
یاد وزارت ویلي، چې د ارومچي په ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ لهمخې ګډون کوي او له پاکستان سره به هر اړخیزې مسوولانه خبرې اترې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، له پاکستان سره د خبرو لپاره دوی د منځنۍ کچې پلاوی چین ته رسېدلی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو پر اساس طالب پلاوی به د چین په ارومچي ښار کې د خپل اصولي دریځ لهمخې له پاکستان سره رسمي خبرې اترې وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي: « دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي».
سرچینې ویلي چې، د ارومچي په ناستو کې به له پاکستان سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د ښه مدیریت په اړه هر اړخیزې مسوولانه خبرې اترې وکړي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته موضوعاتو حل په متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم کې شوني دي او دا چاره به د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.
اخوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هم ویلي، چې د چین ارومچي ښار ته یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره پلاوی لېږلی دی.
په ورته مهال بیا د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بیجنګ د تاوتریخوالي کمولو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د سوله ییز حل په موخه په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب هڅې کوي.
د چين بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماونینګ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې چې، افغانستان او پاکستان د چين ګاونډیان دي او چين تل د دواړو هېوادونو ملاتړ کړی چې خپلې شخړې په سمه توګه د خبرو اترو او مذاکرې له لارې حل کړي.
ماو نینګ همدارنګه وویل چې چين په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب هڅې کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او اړیکو د ښه کولو لپاره ګټور رول ته به دوام ورکړي.
افغانستان او پاکستان د خپلمنځي شخړو د هواري لپاره په چین کې خبرې کوي