Homeخبرونهافغانستان او پاکستان د خپلمنځي شخړو د هواري لپاره په چین کې...

افغانستان او پاکستان د خپلمنځي شخړو د هواري لپاره په چین کې خبرې کوي

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) د رویټرز او اسوشیتید پریس خبري اژانسونو د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو نن (پنجشنبې) وویل چې له افغانستان سره د دوی د پلاوي خبرې روانې دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا خبرې د چین په شمال لویدیځ ښار ارومچي کې د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکو ترمنځ ترسره کېږي.

پرون ځینو پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې د ارومچي خبرې، چې د چین په منځګړتوب پیل شوي، بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. خو نن د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د ویندوی ترڅنګ د دغه هیواد دوو نورو چارواکو اسشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې په چین کې نن پنجشنبه (۱۳ حمل) پیلېږي.

د طالبانو چارواکو هم ویلي چې نن د دواړو خواوو ترمنځ خبرې پیلېږي او پرون د دواړو هیوادونو پلاوي ارومچي ته رسېدلي وو.

له دې خبرو سره هممهاله پاکستان د افغانستان پر خاوره یې د درنو وسلو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو تن وژل شوی او څو نور، چې اکثره ماشومان دي، ژوبل شوي دي.

د طالبانو یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، اسوشیټډ پرېس ته ویلي چې د دوی پنځه کسیز پلاوی د ارومچي په خبرو کې ګډون لري.

د هغه په وینا، په دې پلاوي کې دوه کسان د بهرنیو چارو وزارت، یو د دفاع وزارت، یو د کورنیو چارو وزارت او یو هم د استخباراتو ادارې استازي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...