تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۱۳مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې، په تېره کب / حوت میاشت کې یې پر رېللار ۷۲۹زره او ۲۶۱ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې، دغه انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو له لارې شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه مالومات له رسنیو سره شریک کړل او زیاته کړې ده چې، د حیرتان بندر له لارې ۴۹۰زره او ۸۳۱ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۷۰زره او ۸۰۸ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۶زره او ۴۷۴ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۸۱زره ۱۴۸ ټنه انتقالات شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې،په دې کې نفتي، غیرنفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې؛ په همدې میاشت کې ۳زره او ۶۳۳ ټنه صادرات هم شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.
د طالبانو د حکومت چارواکو ډاډ ورکړی، چې د انتقالاتو لپاره د مناسبو شرايطو په برابرولو او سوداګرو ته په اسانتیاوو جوړولو کې هڅې کوي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې، د تېرې سلواغې میاشت کې یې هم د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۶زره او ۵۶۰ مټریک ټنه صادرات او واردات درلودل.