Homeخبرونهراتلونکې څلور ورځې؛ په ۳۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو...

راتلونکې څلور ورځې؛ په ۳۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۱۳مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست  په یوه خبرپاڼه کې  د حمل له ۱۲ تر ۱۵مې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل اعلان کړی دی.

یاد ریاست پرون چهارشنبه دغه خبرپاڼه خپره کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، تر راتلونکې شنبې پورې له بدخشان پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۵۰ ملي مترو پورې ووسي.

دغه راز په سویلي، لوېدیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د بادونو وړاندوینه شوې چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.

دغه اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د یاد ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې ۲۵۰ کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي او ۲۰۰کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یاد ریاست زیاته کړې چې، له دې ډلې په ارغنداب کې ۱۵ دامان کې ۱۵۰ او ژړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، تالندې او برېښنا په پایله کې ۶ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې دغه مرګ ژوبله په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، بدخشان، کونړ او لغمان ولایتونو کې د سېلابونو، بارانونو، تالندې او برېښنا له امله د ځاني زیان ترڅنګ ۱۳۹ کورنه په بشپړ او ۳۹۴ کورنه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

په ورته مهال د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې د دوامداره بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله، د سمنګان ولایت د دره صوف ـ بلخ، په بغلان کې د کابل ـ شمال عمومي لاره او په پکتیا کې د ګردیز ـ خوست تړل شوې لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانېستل شوې، خو په سمنګان ولایت کې د ایبک ـ روی دواب لاره لا هم د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې پاتې ده.

اوس هم په زیات شمېر ولایتونو کې باران ووري او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب