تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) د طالبانو د اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان د بریدونو له پیله تراوسه، په افغانستان کې تر ۲۷ زره زیاتې کورنۍ بېځایه شوې دي.
حنیف وویل چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د هېواد په نهو ولایتونو لکه نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار کې ۲۷٬۳۴۴ کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
هغه په کابل کې د ملګرو ملتونو او مرستندویو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ په غونډه کې وویل چې بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، ځکه ډېری یې د روانو توپچي بریدونو او هوايي حملو له امله تښتېدلي دي.
دا کسان په داسې وخت کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې شپږمې اوونۍ ته داخلې شوې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د جګړې په لومړیو دوو اوونیو کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې تر ۷۶ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي، او همداراز یې زیاته کړې چې له ۱۱۰ زرو څخه زیات خلک بېځایه شوي دي.