تېر ځل مو (د نظريې په اړه زموږ ورانپوهاوي) په سرليک څو موضوعات راخيستي وو، دا ځل يې ځينې نور اړخونه راخلو. پيل به د نظريې د مفهوم په درېو اړخونو د پوهانو پر تمرکز خبره وکړو:
ځينې پوهان وايي، چې نظريه د واقعيت د سپړلو، توصيف، تحليل، کنترول او تنظيم وسيله ده. پر دغو اړخونو د پوهانو د تمرکز موخه دا ده، چې له نظريې نه د يوه ښکارندې په سپړنه، توصيف او پاسنيو پاتې مواردو کې کار واخلي او په دې توګه نظريه فعال نقش ولوبوي، د بېلګې په توګه ادراکي ژبپوهنه ژبه له خپلې زاويې توصيفوي او سپړي. په ادبياتو کې فورمالېزم او بله هره نظريه له کره کتونکي سره د يوه ادبي متن په منظمه شننه، سپړنه او تشريح کې مرسته کوي.
دويمه ډله پوهان بيا پر دې ټينګار کوي، چې تيوري د مفاهيمو، اصولو او مېتودونو يو سيستماتيک چوکاټ دی او د بحث خپل موارد لري؛ نو هره نظريه خپل اصول، مېتودولوژي، نظام او ټرمينالوژي لري، که موږ يې له دغو بنسټونو سره اشنا نه اوسو، د هغې نظريې په حدودو او ظرفيت نه پوهېږو او کارولی يې نشو.
ځينې پوهان بيا نظريه يو ډسکورس بولي، چې په يوه پاراډايم کې د څېړونکو له ګڼو متونو راپيدا کېږي. ډسکورس په لومړنۍ مانا خبرو ته وايي؛ خو پوهان ډسکورس ته د يوه داسې چوکاټ په سترګه ګوري، چې خپلې پولې او محتوايي چوکاټونه لري او بحثونو ته لوری ورکوي، د فوکو په اند، ډسکورس ځواک لري، چې مخاطب عمل ته هڅوي او يو روايت ورکوي. که د نظريو تاريخ ته ځير شو، هره نظريه ګڼ پلويان او مخالفين لري، چې دا نظريه يې ترمنځ په ليکنو او خبرو کې اوړي رااوړي او له دې سره يو ډسکورس جوړوي.
هره نظريه علم توليدوي او علم له علمي استدلال(Argument) نه زېږي. علمي استدلال د منطق په علم کې درې سرچينې لري، چې يو قياس، دويم استقرا او درېيم تمثيل دی.
ايروينګ او ملګري يې(۲۰۱۴) دا درېواړه سرچينې داسې راپېژني:
په قياس کې خبره له کل نه پيلېږي او پر جز تطبيقېږي، يوه کليشه شوې بېلګه يې دا ده: “انسانان فاني دي، سقراط هم انسان دی، سقراط هم فاني دی.” دا استدلال دوه برخې لري، چې يوه يې مقدمات او بله يې پايله ده. لومړۍ دوه خبري جملې په مقدمه کې راځي او وروستۍ(سقراط فاني دی) پايله ده. په ادراکي ژبپوهنه کې وايي، چې “د انسان ادراک د حسي تجربو زېږنده دی؛ نو ژبه هم چې يوه ادراکي ښکارنده ده، اصول يې د انسان پر مغزو او ذهن له حاکمو اصولو سره همغږي دي.” همدا راز فورمالېزم وايي، چې “ادبيات فورم دی او فورم د ژبې له نااشنا کولو پيدا کېږي؛ نو د ادبياتر پر څرنګوالي د پوهېدو لپاره د فورم مطالعه پکار ده.”
په قياس کې که مقدمات رښتيا وو، پايله هم رښتيا ده. بل دا چې قياس د باور وړ دی، ځکه مقدمه يې له کل نه پيلېږي. په لرغوني يونان کې بالعموم له قياس نه استفاده کېده.
د قياس پر خلاف دويمه سرچينه استقرا ده، چې له جز نه کل ته ځي، مثلا “څرنګه چې ځينې کارغان تور دي؛ نو ټول مارغان تور دي.” د منطق د علم په دې بېلګه کې وينو، چې د يو څو کارغانو پر بنسټ د ټولو کارغانو په اړه پرېکړه شوې؛ خو دا اخيستې پايله له خطره خالي نه ده. کېدای شي، د ځمکې په ځينو برخو کې خړ يا بل رنګ کارغان هم پيدا شي؛ نو بيا دا پايله ناسمه خېژي. د منطق پوهان ځکه وايي، چې د استقرا پايله احتمالي وي او د ردېدو چانس يې وي؛ خو د استقرا ښېګڼه دا ده، چې نوې خبرې لري او په پرمختګ کې نقش لري.
درېيمه سرچينه تمثيل دی، چې مقدمه او پايله يې دواړ په جز ولاړې وي. په بله وينا، له جز نه جز ته ځي او د دواړو ترمنځ په ورته والي ولاړې وي. دا ورته والی د ادبي تشبيه يا استعارې پر خلاف عقلي بنسټ لري: “څرنګه چې ځمکه اټموسفير لري، ژوند پکې شته، مريخ هم اټموسفير لري، هلته به هم ژوند وي.” په دې بېلګه کې ځمکه او مريخ سره پرتله شوي؛ خو اوسنی ساينس راته وايي، چې پايله يې سمه نه ده، ځکه يوازې د اټموسفير شته والی د ژوند د شتوالي لپاره کافي نه دی.
د علم دا درېواړه سرچينې چې ارستو پرې په لومړي وار کتاب ليکلی، د انسان له لومړنيو قضاوتونو راوتې دي. د هر انسان د قضاوت او پوهې سرچينې همدا دي؛ خو زموږ غوندې ټولنو کې له دې سرچينو زياتره ناسمه استفاده کېږي او مثلا مقدمې او پايلې سره همغږې نه وي. زموږ په قبايلي ټولنه کې که د يوې قبيلې يا سيمې يو سړی دوه له چا سره بد وکړي، نو د استقرا پر بنسټ له همدې يو دوو بېلګو نو دا نيمګړې پايله راوباسي، چې د دغې يا هغې سيمې ټول خلک بد يا سادګان دي. يا مثلا د يوه کس په اړه د تمثيل په ډول وايي، چې هغه پلانی سړی د پلانۍ سيمې و؛ نو دی هم د همغې سيمې دی؛ نو دی به هم چلباز وي يا پلاني شاعر اخلاقي کمزورۍ لرلې، څرنګه چې دی هم شاعر دی؛ نو دی به هم اخلاقي کمزورۍ لري. همداسې، پلاني او پلاني افغانستان برباد کړ؛ نو څرنګه چې هغوی د پوهنتون محصلان وو؛ نو پوهنتون د افغانستان په بربادۍ کې لاس لري. يا پلانی چې له پوهنتون نه فارغ دی، نه پوهېږي، نو هر يا دا پلانی محصل نه پوهېږي.
په نوره نړۍ کې محصلانو ته منطقي فکر ورزده کېږي، چې څرنګه د مسايلو په اړه سيستماتيک او سم فکر وکړي؛ خو زموږ په پوهنتونونو کې د منطق علم يوازې تر شرعياتو پورې محدود دی.
علمي استدلال په قضيو ولاړ وي. قضيه يوه يا څو خبري جملې دي، چې موضوع، محمول او رابط لري. قضيې ته ځينې پوهان دعوه هم وايي. نظريې هم چې له علمي استدلال نه راټوکېږي، يوه قضيه لري(معصومي، ۱۴۰۴). رغښتواله وايي، چې ژبه په تل کې يو نظام لري، چې لانګ ورته وايي او دا نظام پر اړيکو ولاړ دی او اړيکې پر مانيز توپير. همداسې هره نظريه چې راټوله کړو، د يوې فرضيې ثابته شوې بڼه وي او فرضيه يوه ادعاد يا قضيه وي، چې بيا دننه نورې وړې فرضيې هم لري.
خو نظريې تل د بدلون په حال کې وي او په دې ډول له دوو حالتونو خالي نه وي. ځينې نظريې دا ظرفيت لري، چې لا د فرهنګ او علم په برخه کې د بشر ستونزو او پوښنتو ته ځواب ويلی شي؛ نو که له نويو ننګونو سره مخ شي، بدلون پکې راځي او اصلاح کېږي، لکه چامسکي خپله جوړښتي نظريه څو ځل بدله کړې او له معياري نظريې نه يې تر مينماليست پروګرامه پورې پکې ګڼ بدلونونه راوستي، مثلا د ژور او برسېر رغښت نومونې چې له نيوکو سره مخ شوې وې، پرېښي دي؛ خو ځينې نظريې بيا دا انعطاف نه لري؛ نو چې نوې نظريه راشي، ورو ورو يې حاشيې ته کړي.
د بشر د نظريو بدلون علمي او فرهنګي پرمختګ ته لار پرانيزي او د هيګل خبره د تيسز پر وړاندې انټي تيسز او بيا سينتسيز راپيدا کېږي؛ خو توماس کوهن بيا په دې لړ کې د پاراډايم خبره مطرح کوي. پاراډايم د يوه علمي ډسپلين يا خلکو چوکاټ دی، چې د خلکو فکر، څېړنو او د ستونزو هواري ته لوری ورکوي او چې کوم پاراډايم نوې پوښتنې حل نه کړای شي؛ نو بيا پاراډايم بدل (shift) شي، لکه په لرغوني يونان کې د ځمکې د مرکزيت تصور چې څېړنو او فکر ته يې لوری ورکاوه؛ خو د کوپرنيکس او ګليليو د څېړنو او نظريو په پايله کې يې د لمر د مرکزيت پاراډايم ځای ونيو او نوې څېړنې په همدې محور پيل شوې. ځينې نظريې په پاراډايم کې دننه رامنځته کېږي؛ خو ځينې نظريې د نوي پاراډايم سبب ګرځي، لکه د نيوټن د ځمکې د جاذبې پر خلاف د اينشټاين د نسبيت تيوري، چې د زمان او مکان په اړه يې نوې نظريه وړاندې کړه.
ميشل فوکو بيا د Episteme مفهوم کاروي، چې لومړنۍ مانا خو يې معرفت دی؛ خو دا په اصل کې تر پاراډايم هم ژور او هر اړخيز دی. دا ښيي، چې په يوه دوره کې د خلکو د فکر، ډسکورس او علم بنسټونه کوم دي او حقيقت څرنګه تعريفېږي، لکه په رنسانس کې معرفت په ورته والي ولاړ و او د شيانو ترمنځ پټ ورته والی ليدل کېده؛ خو په اوولسمه پيړۍ کې د ترتيب او ډلبندۍ تصور راپيدا شو.
دا Episteme او د نظريو بدلون متقابل اغېز لري. کله نوې تيوري رامنځته شي او دا انسان د تفکر بنسټونو ته نوي لوري ورکړي؛ خو کله بيا Episteme زړې نظريې په کتابتونونو کې زنداني کړي او نويو نظريو ته لار پرانيزي؛ خو دا هله شونې ده، چې د ښکارندو په اړه نوي مواد او نوي وسايل پيدا شي؛ نو د زړې نظريې نيمګړتياوې رابرسېره شي او ځای يې نوې نظريه ونيسي. په لرغوني پېر کې چې لويه وسيله پخپله د انسان حواس وو؛ نو په خپلو حواسو دې نظريې ته رسېدلي وو، چې د کاينات مرکز ځمکه ده او ځمکه هواره ده، چې سهار ورته له ختيځ نه لمر راخېژي او تر ګرځېدو وروسته ماښام مهال بېرته په اوبو کې غورځېږي؛ خو چې کله تلسکوپ جوړ شو؛ نو ګليليو وليدل، چې سيارې ګردې دي او له لمر نه ګرځي، له دې سره د سيارو په اړه نظريه بدله شوه. اوس چې د ناسا نوي وسايل د لرې لرې لمرينو نظامونو سيارې ويني؛ نو خبره يې تر بليک هوله پورې ورسوله. په ژبپوهنه کې چې ادراکي نظريې د مغزپوهنې، کمپيوټرپوهنې او فرزيولوژۍ په مرسته د انسان د ذهن او حواس په اړه څېړنې وکړې او د ژبې په اړه يې نظريه رامنځته کړه.
وروستۍ پوښتنه دا ده، چې بې نظريې علم شته که نه؟
د دونکن(۱۳۹۸) په اند، په دې اړه پوهنپوهان په درېو ډلو وېشل شوي دي:
۱. عينيت(Objectivism) پلوي: دوی وايي، چې واقعيت له ذهنه بهر او نېغ په نېغه د تجربې وړ دی؛ نو نظريې ته اړتيا نه ليدل کېږي. هر علم هله رښتينی دی، چې يوه پديده په واقعيت کې څرنګه ده، هغسې راوپېژني.
۲. د عينيت مخالف: د دوی په اند، د واقعيت په اړه زموږ پوهه زموږ د مغزو، حواسو، بهرنيو وسايلو، شننې د مېتودولوژيو، ژبې او کولتور تابع وي او نظريه پر همدې بنسټ پيدا کېږي؛ نو د يوې ښکارندې په اړه نېغ په نېغه د پوهې ترلاسی شونی نه دی، ځکه چې زموږ د مغزو جوړښت، د ژبې رغښت، حواس، وسايل، مېتودولوژي خپل محدودويتونه او چوکاټونه لري او فرهنګ مو څېړنيزو کارونو ته لوری ورکوي، نو دا شونې نه ده، چې موږ دې بشپړ واقعيت ته لاسری ولرو او په اړه دې يې داسې پوهه ترلاسه کړو، چې له دې پاسنيو چېنلونو نه مو پکې استفاده نه وي کړې. دا راته وايي، چې بې نظريې چاره نه لرو او څرنګه چې د ښکارندې په اړه پوهه د واقعيت او نظر له پيوستونه پيدا کېږي؛ نو نظريه له واقعيته بېخي جلا نه ده. نظريه د يوه څيز په اړه تر هغې يو موجه رښتونی باور(JTB) دی، چې ځای يې بل موجه رښتيني باور نه وي نيولی او يوه نظريه نه وي رامنځته شوې.
۳. نسبيت: د دې نظريې له مخې واقعيت بېخي مستقيما د تجربې وړ نه دی، بلکې په ژبني او فرهنګي چاپېريال کې تعريفېږي، لکه د اخلاقو په اړه نظريې: سقراط د خپل وخت په فرهنګي چاپېريال او د ژبنيو مفاهيمو په چوکاټ کې ويل، چې اخلاق آفاقي دي؛ خو نېچه د خپل وخت په پاراډايم کې دا خبره وکړه، چې نه، اخلاق يا د بادارانو دي يا د غلامانو.
د يادونې وړ ده، چې هره نظريه څو پوړه لري، يو يې عمومي پوړ وي، چې مثلا په هره ژبه او ادب تطبيقېږي او بل يې ځانګړی، چې په ځينو اصولو او قاعدو کې يې له يوې ژبې نه بلې او له يوه ادب نه بل ته توپير کوي.
وروستۍ خبره دا ده، چې د شلمې پېړۍ له پيل نه، چې د سوسور له نظريو د نړۍ په لر و بر کې نظري ژبپوهنه وغوړېده او په ادبياتو کې له ۱۹۶۰ کلونو راهيسې د نظريو تطبيق پيل شو، له موږ سره له نظريې پرته د ژبې او ادبياتو د تشريح او توضيح بله لار نشته. پخوا هم نظريې وې؛ خو په ژبه او ادبياتو کې شلمه پېړۍ د نظريو د ودې مهال دی.
ماخذونه:
پريچارد، دونکن. ۱۳۹۸. دانش چيست؟. ترجمۀ راحله ګندمکار. تهران: نشر علمی
معصومي، محمد شهير. ۱۴۰۵. قديم منطق(د ترفيع کتاب). کابل پوهنتون: ناچاپ
Copi, Irving M; Carl Cohen; and Kenneth McMahon. 2014. Introduction to Logic. Edinburgh: Pearson Education Limited.