Homeخبرونهتهران ته نژدې پر یوه ستر پُل د امریکا له برید وروسته...

تهران ته نژدې پر یوه ستر پُل د امریکا له برید وروسته د ایران خبرداری

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) پلازمېنې تهران ته نژدې په کرج ولسوالي کې د ایران پر یوه ستر پُل د امریکا له بمبارۍ وروسته د ایران حکومتي رسنیو د سیمې د هېوادونو پر پلونو د غچ اخیستونکو بریدونو ګواښ کړی دی.

ایران دا ګواښ د پنجشنبې په ورځ وروسته له دې وکړ چې امریکا د ایران پر یوه ستر پُل بمباري وکړه او ولسمشر ټرمپ هم تایید کړه چې دا برید امریکايي الوتکو کړی او که ایران خبرواترو ته غاړه کښې‌نه ‌ښوده، د ایران پر نورو مهمو پُلونو به هم بریدونه وکړي.

د پنجشنبې په ورځ، د ایران حکومت ته نژدې رسنیو، په کرج ښار کې پر یوه پل تر برید وروسته، په اسرائیل او د سیمې په ځینو عربي هېوادونو کې د «مهمو» پلونو یو لېست خپور کړ.

فارس خبري اژانس لیکلي چې دغه پلونه ښايي د ایران د «غچ اخیستونکو عملیاتو» هدف وي.

په دې لېست کې د کویټ د شیخ جابر الاحمد الصباح پل، د سعودي عربستان د ملک فهد پل، د متحده عربي امارات د شیخ زاید پل، د اردن د ملک حسین پل، او همداراز په اسرائیل کې د یارکون پل او بزرعیل تونل یاد شوي دي.

د نورنیوز ویب‌سایټ، چې وژل شوي علي شمخاني ته نژدې بلل کېږي، په یو بل لېست کې د اسرائیل په شمال کې د آریک پل هم د احتمالي هدف په توګه یاد کړی دی.

تر دې څو ساعته وړاندې، لږ تر لږه په دوو هوايي بریدونو کې د کرج په عظیمیه سیمه کې د «بي-۱» پل بمباري شو. دا پل چې لا تر اوسه افتتاح شوی نه و، ټاکل شوې وه چې تهران په شمال کې د چالوس له لویې لارې سره ونښلوي.

ټرمپ تایید کړې چې دا برید امریکايي الوتکو کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب