Homeخبرونهریچارډ بینیټ له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د ماینونو د...

ریچارډ بینیټ له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو عملیاتو ته دوام ورکړي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) د ماینونو د خطر د پوهاوي د نړیوالې ورځې په درشل کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي راپورتر ریچارد بنت، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو د پاکولو د عملیاتو د دوام لپاره پانګونه وکړي.

هغه وویل چې افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې په نړۍ کې د ماینونو او د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.

ریچارد بنت زیاته کړه چې ماشومان د دې وضعیت تر ټولو لوی قربانیان دي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال ۴۷۱ ملکي افغانان د ماینونو د چاودنو له امله وژل شوي چې ۶۷ سلنه یې ماشومان وو.

د راپورونو له مخې، نژدې ۲۴ سلنه ټول تلفات هغه مهال پېښېږي چې ماشومان په لوبو بوخت وي. د دې ترڅنګ، یو شمېر پېښې هغه وخت هم رامنځته کېږي کله چې خلک زړې وسپنې او فلزي توکي راټولوي.

بنت وویل:
«دا شمېرې ښيي چې په ماینونو د افغانستان د مځکو ککړتیا د بشري حقونو له بنسټیزو حقونو—لکه د ژوند حق، د روغتیا حق او د خوندي چاپېریال حق—سره په ټکر کې ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د ماین پاکولو پرمختګ نازک دی او په وروستیو کلونو کې د بودجې کمښت د ماین‌پاکۍ پروګرامونه کمزوري کړي دي.

ریچارد بنت زیاته کړه:
«د ماینونو پر ضد مبارزه دا یقیني کوي چې ماشومان پرته له وېرې ښوونځي ته ولاړ شي، بزګران خپلې ځمکې وکري او بې‌ځایه شوي خلک په ډاډه زړه خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي.»

سبا (شنبه) د اپرېل څلورمه د ماینونو د خطرونو د پوهاوي نړیواله ورځ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب