Homeخبرونهپر دیورند کرښه د غلام خان په سیمه کې د افغان او...

پر دیورند کرښه د غلام خان په سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې د چین په اورومچي ښار کې روانې دي، ځايي سرچینو په خوست ولایت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو خبر ورکړی دی.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس سبحان‌الله عزام، ویلي چې دا نښته د ګوربز ولسوالۍ د غلام‌خان په سیمه کې شوې ده.

ده ویلي چې نښته وروسته له دې پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو پر افغانستان ډزې پیل کړې.

تر دې وړاندې د پنجشنبې او جمعې په ورځو پاکستاني پوخیانو پر کونړ د درنو وسلو ړندو بمباریو ته دوام ورکړی و.

تر اوسه د خوست د غلام خان د سیمې د نښتې د مرګ‌ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي. خو ځايي سرچینو ویلي چې د علیشېر، تریزي او ځاځي میدان ولسوالیو په سرحدي سیمو کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

دا نښته په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې چین هڅه کړې چې پاکستان له طالبانو سره خبرو ته وهڅوي. سرچینې وایي، د چین هدف د تاوتریخوالي کمول، د سوداګریزو لارو بیا پرانیستل او ممکنه اوربند ته رسېدل دي.

همداراز، ازبکستان هم د پنجشنبې په ورځ له پاکستانه وغوښتل چې له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب