تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) د تېرو څو ورځو د شدیدو ورښتونو او سېلونو په دوام کې د هواپېژندنې ادارې اټکل کوي چې د افغانستان ګڼې سیمې به سېلونه وځپي.
په تیرو څو ورځو کې سېلونو په افغانستان کې د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.
د افغانستان د رسمي شمېرو له مخې، د وروستیو سېلونو له امله لږ تر لږه ۵۱ تنهمړه شوي دي. شدیدو بارانونو نه یوازې د خلکو مرګ ژوبله زیاته کړې، بلکې تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.
د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې کوپرنیک خبرداری ورکړی چې نن (جمعه) او سبا (شنبه) به د افغانستان د ختیځ، جنوب او لویدیځ په ګڼو سیمو کې د شدیدو سېلونو د راوتلو احتمال شته.
د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي چې له پُلونو، سیندونو او ټیټو سیمو څخه لېرې پاتې شي.
د وړاندوینو له مخې، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په جنوب ختیځ کې سخت بارانونه او سېلابونه دوام وکړي. په پکتیا، پکتیکا او د غزني او زابل ځینې برخې به تر ټولو سخت سېلونه جاري شي.
د هرات، کندهار، فراه، او خوست په شان په جنوبي او لویدیځو سیمو کې د ورښتونو او ورپسې د منځنۍ کچې سېلونو د راوتلو اټکل شوی دی.
نیمروز، بادغیس، میدان وردک، پروان، کاپیسا، هلمند او ځینې نورې سیمې به د کم شدت له سېلونو سره مخامخ شي.
تر دې مخکې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو لپاره په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او سېلونو د احتمال وړاندوینه کړې وه.