تاند (جمعه، د وري/ حمل ۱۴ مه) په اروپا کې غلو د چاکلېټ د مشهور برانډ، کیټکټ ۴۰۰ زره چاکلېټونه غلا کړي چې نه يوازې دا شرکت بلکې چارواکي یې هم اندېښمن کړي دي.
د راپورونو له مخې، د سویسي شرکت نیسلې (Nestle) اړوند يو ټرک، چې ۱۲ ټنه چاکلېټ پکې بار وو، او له ایټالیا څخه پولنډ ته لېږدول کېدل، نامعلومو کسانو په لاره کې له بار سره يو ځای وتښتاوه.
په دې کانتینر کې د کیټکټ شاوخوا ۴۱۳ زره چاکلېټونه بار وو.
د شرکت چارواکو ويلي چې تر اوسه پورې نه ټرک موندل شوی او نه هم پکې موجود توکي، او د پېښې پلټنې پيل شوې دي. دا چاکلېټونه د اروپا بېلابېلو هېوادونو ته د وېش لپاره لېږل کېدل.
د نیسلې په وينا، هر چاکلېټ بار ځانګړی کوډ لري چې له مخې يې تعقیب کېدای شي. شرکت له خلکو غوښتي چې که کوم شکمن محصول وويني، نو ژر تر ژره دې خبر ورکړي.
شرکت دا پېښه په اروپا کې د کارګو غلاوو د زياتېدو يوه برخه بللې، خو ټينګار يې کړی چې دا پېښه د مصرفوونکو روغتيا او خوندیتوب ته کوم ګواښ نه لري.
په اروپا کې د چاکلېټو دا لومړۍ غلا نه ده، تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ په جولای کې یو بریتانیايي وګړی د ۲ زره چاکلېټونو د غلا په جرم په ۱۸ میاشتې حبس محکوم شوی و.