Homeخبرونهد ترکیې په ساحلونو کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله...

د ترکیې په ساحلونو کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله لږترلږه ۱۹ افغانان مړه شوي

تاند (جمعه، د وريږ حمل ۱۴ مه) د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د افغان کډوالو یوه بادي کښتۍ د بدروم سیمې په اوبو کې چپه شوې لسګونه تنه په اوبو کې ډوب شوي چې نیمايي یې ژغورل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۱۹ تنو مړینه تایید شوې ده او شاوخوا ۲۰ نور د ژغورنکو له لوري له اوبو ژوندي راایستل شوي دي.

د قربانیانو په منځ کې لږ تر لږه یو ماشوم هم شامل دی، خو د ښځو او ماشومانو دقیق شمېر لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

د ترکیې د موغلا والي ادریس آکبیک، ویلي چې د کښتۍ ټول سپرلۍ د افغانستان اتباع وو او د هوا خرابوالی او سمندري شرایط د کښتۍ د چپه کېدو سبب شوي دي.

د هغه په وینا، د لټون او ژغورنې عملیات د هوا او سمندر له لارې روان دي او ټپیان تر درملنې لاندې دي.

په همدې حال کې، دوو مرستندویو موسسو ویلي چې دا کډوال زیاتره هغه کسان وو چې په ترکیه کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي وو او افغانستان ته د خوندي ستنېدو امکان یې نه درلود، نو ځکه یې خطرناکې او غیرقانوني لارې غوره کړې وې.

دې ټولنې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو بحراني وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب