یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د موبایل ټېلفون مخترع

د موبایل ټېلفون مخترع

تاند- د ۱۹۷۴ د اپریل په ۳ مه امریکايي انجینیر مارتین کوپر موبایل ټېلفون اختراع کړ.

کوپر، چې اوس ۹۴ کلن دی، فرانس پریس خبري اژانس ته په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د ملفون د اختراع په مهال یې په موټرولا کمنپنۍ کې کار کاوه او د انجینیرانو یوې ډلې ته یې د موبایل ټېلفون د لومړنۍ ټکنالوژۍ لارښوونه کوله. موټرولا کمپنۍ پر دې پروژې میلیونونه ډالر پانګونه کړې وه او هیله یې لرله چې خپلې سیالې کمپنۍ بیل سیستم (Bell System) ته ماتې ورکړي. بیل سیستم په اویایمه لسیزه کې د ټکنالوژۍ یوه ستره کمپنۍ وه.

بیل سیستم کمپنۍ له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ملفون د جوړولو په فکر کې شوه. دې سترې امریکايي کمپنۍ د موبایل ټېلفون د جوړولو ایډیا مطرح کړه او د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې یې په موټرو کې موبایلونه نصب کړای شول. خو د هغوی د موبایل ټېلفون محدودیت سبب کېده چې څوک یې له ځان سره ونه ګرځولی شي ځکه چې بیټرۍ یې لویه وه.

د مارتین کوپر لپاره په موټر کې د ټېلفون د غوږي موجودیت د ملفون معنا نه لرله. ده د ۱۹۷۲ په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې یوه داسې وسیله جوړه کړي چې هر ځای ورڅخه کار اخیستل کېدای شي. نو له هغو ټولو امکاناتو چې موټرولا کمپنۍ ده ته سپارلي وو، د داسې متخصصانو په ګومارلو کې یې کار واخیست چې د نیمه هادي، ترانزیستورونو، فیلترونو او انتنونو په برخو کې یې کار کاوه. دغه ټیم درې میاشتې شپه او ورځ کار وکړ تر دې چې بالاخره د هماغه کال د مارچ میاشتې په پای کې یې لومړنی ګام واخیستلی شو او دینا ټک (DynaTac) ټیلفون یې نندارې ته وړاندې کړ.

ښاغلی کوپر د دغه ټیلفون په اړه وايي:«هغه څه باندې یو کیلو وزن درلود او بېټرۍ یې د شاوخوا ۲۵ ساعتو خبرو لپاره کفایت کاوه. دا کومه ستونزه نه ده، خو خبره دا وه چې دا ملفون دومره دروند و چې چا ۲۵ دقیقې په لاس کې نه شوای نیولی.»

په موبایل لومړنۍ ټېلفوني خبرې

ښاغلی کوپر وايي، دې ته اړتیا نه وه چې په دې ټېلفون دې په اول وار اوږدې خبرې وشي، باید کار یې کړی وای نو غوره وګڼل شوه چې تر بل هر چا ښه دا ده چې له سیالې کمپنۍ سره پرې خبرې وشی.

«د ۱۹۷۳ د اپریل په درېیمه د نیویارک په شپږم واټ کې ولاړ وم چې ذهن ته راوګرځېدل باید په مقابل شرکت کې خپل رقیب، ډاکتر جویل انګل ته ټېلفون وکړم. زنګ مې وروواهه او کله چې یې غوږی پورته کړ، ورته ومې ویل: جویل، مارتین کوپر یم. زه په یوه ګرځنډه لاسي ټېلفون له تا سره خبرې کوم؛ خو په حقیقي معنا موبایل ټېلفون، شخصي، له ځان سره د ګرځېدو وړ. مقابل لوری غلی و. فکر کوم غاښونه به یې چیچل.»

لومړني موبایل ټیلفونونه ډیر ګرانه و. د هر یوه بیه نژدې ۵۰ زره ډالره وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب