Homeخبرونهشدید باد په هند کې یو سړی لسګونه فوټه والوزاوه

شدید باد په هند کې یو سړی لسګونه فوټه والوزاوه

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۷ مه) په هند کې په یوه حیرانوونکې او وېروونکې پېښه کې توپان یو سړی شاوخوا ۱۳ متره هوا ته پورته کړ او شاوخوا ۱۰۰ متره لېرې ولوېد.

دا پېښه د مې میاشتې په ۱۳مه د هند د اترپردیش ایالت د بریلي ولسوالۍ په بمیانا کلي کې شوې ده. د کلي یو اوسېدونکی، چې «ننهي میا» نومېږي، د سخت توپان پر مهال د یوه سایه وان رسۍ نیولې وه، چې ناڅاپه زورور باد هغه له سایه وان سره یوځای هوا ته پورته کړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، توپان دغه کس له ۳۰ تر ۴۰ فوټو پورې پورته یووړ او وروسته نژدې ۵۰ فوټه لاندې غورځېدلی دی. د لوېدو له امله د هغه د لاس او پښو په شمول ګڼ هډوکي مات شوي دي.

په ځینو هندي رسنیو کې ویل شوي چې باد دا سړی ۵۰ فوټه (څه باندې ۱۵ متره) پورته کړی و.

له پېښې وروسته ټپي شوی کس سمدستي روغتون ته لېږدول شوی او اوس یې درملنه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...