نعمتالله صدیقي
تېره شپه له معمول برعکس ډېره اندېښنه لرونکې تېره شوه، ځکه چې د یوه لوی بشري ناورین ضرب الاجلونه پای ته رسېدلي وو، چې که لاس په لاس خوځېدلی وای؛ نو په څو شېبو کې به مرګ ژوبله، لوږه، درد و تباهي به د انسانانو تقدیر ګرځېدلی وای او دا هیڅ کومه حیرانونکې یا ناممکنه ځکه نه وه، چې دغسې جنګي او وحشي نندارې له همدغسې ادرسونو په څو څو وار پخوا هم نمایش ته وړاندې شوي دي.
د نړۍ د پېښو عیني شاهدان او تېز حافظه لرونکي یې پوهېږي، چې بشري تاریخ د همدغې امریکا په لاس د هېرو شیما او ناګاسا اتومي زخم لا هم په سینه کې ساتي او هغه اخلاقي داعیې او بشري دعوې یې بېخي له یوې مخې درواغجني او دوه مخې دي، تر څو چې دغسې د بشري زیان او تمدن د ویجاړولو او له منځه تلنې ښکاره دړکې او خطرونه یې موجود او په خوله اعلانېږي.
دا هر څه له هیڅ عملي تصور او پیشبینې لرې ځکه هم نه وو، چې اوس د امریکا د نظامي او سیاسي قوت او توازون په خپله د متحده ایالاتو د اکثریت مبصرانو په قوله د یوه غېرنارمل او ذهني مریض لاس ته لوېدلی، چې د ګټې او تاوان محاسبه یې هم مبهمه او مریضانه کېدای شي. فعلاً چې د اوربند کوم توافق رامنځته شوی دی، دا اصلاً د جګړې بریا نه ده او نه کوم لوری فاتح دی؛ ځکه جګړې ګټونکي نه لري؛ خو د وړو پوزې یې حتماً یوه او بل لوري ته ایښي دي او دا هغه څه دي، چې د دې دواړو لوریو ترڅنګ نړۍ هم له ستونزو په څنګ تېره شوې ښکاري.
خبره دا ده، چې د ټرمپ په خوله کوم الټمټم یا ضرب الاجل و، په هغه کې د تمدن د نړولو او له منځه وړولو ګوتڅنډنه هم وه، د سیاسي تجزیې دا برداشت چې د میړ یا «ترپ» او یا «خرپ» وي، په خپل ځای چې ټرمپ د «خرپ» په دړکې یې «ترپ» وهل؛ خو د علومو او ژورو څېړونکیو لپاره یې دا بحث لا هم د فکر وړ دی، چې معاصر انسان تمدن داسې یو شی هم ګڼي، چې په فوځي یا نظامي زور او قوت به له منځه ولاړ شي؟
تراوسه چې کوم څه ثابت دي، له هغې معلومېږي، چې زورورو او لویو امپراتورو د نړی د تاریخ په اوږدو کې داسې ګڼ تمدنونه ویجاړ او نړولي دي او شک نشته چې دا د همدغو قوتونو ځانګړنه او خارق العاده تمدن هم دی؛ خو دا پوښتنه لا هم د بشري ذهن پوښتنه ده، چې یو تمدن بل تمدن ولې لکه د لېوه له کومې تېروي او ایا هغه تمدن انساني تمدن دی، چې بل ته د خوړنې او نړونې ګوتې څنډي.
یو بل شی چې له تېر سره یې تفاوت درلود، هغه د همدې تمدن د ګوتڅنډنې اصل او یا یې هغه ماهیت و، چې بې له کوم مخ ملازې په کې اقرار او اعتراف موجود و، پخوا چې څومره هم استعماري یا د لویو قوتونو جنګونه او یرغلونه وو، تمدن په کې ظاهراً د وړلو ارزښت درلود؛ یعنې تقریباً د هر اول او دویم جنګ ادعا او مدعا تهذیب و تمدن و، چې ګنې موږ ځکه دا جنګ کوو، چې هغه او دغه خلک بې تمدنه او بې تهذیبه دي، دا ښایي اولینه جنګي انګیزه وه، چې په ښکاره یې د یوه تمدن د نړولو او ویجاړولو خبره کوله او پټه هغه څېره یې بربنډېدله.
دا رښتیا ده، چې له جنګونو سره ملتونه د تمدن او تهذیب له اخلاقي او اقتصادي زوال او بحران سره مخ کېدای شي؛ خو دا بحرانونه له یوې مخې دایمي نه وي؛ بلکې ملي وحدت، یوالی، عزم، عقلانیت او تدبر یې یوازیني هغه ادرسونه او وسیلې دي، چې کوم څوک یې ولري یا یې خپل کړي، ختمیدا یې عرضي، بقا او عروج یې حتمي وي. تمدن یوازې ودانۍ او ټکنالوژي نه ده، بلکې د انسان فکر، اخلاق او د ګډ ژوند معاصر نظام دی؛ که څه هم جګړې او زور کولای شي ښارونه وران کړي او خلک یې له منځه یوسي، لکه د د هیروشیما او ناګاسا اتومې پېښې؛ خو تمدن په رښتیا هغه وخت له منځه ځي چې عدالت، رښتینولي او انساني ارزښتونه کمزوري شي او پر ځای یې ظلم، دروغ او بېمسؤلیته رهبري رامنځته شي؛ یعنې د تمدن اصلي زوال له دننه پیلېږي، نه یوازې له بهره په فوځي او نظامي زر او قوت!!
موږ وویل چې دا جنګونه د معاصر انسان د ارادې و عمل تصور او ذهنیت نشي کېدای؛ خو هغوی چې ظاهراً د تمدن او تهذیب ادعاوې کوي او ورسره یې هممهاله د تېږو د زمانو خپله هغه څېره هم روښانوي، چې تر ننه یې په ښکاره یوه او په پټه بله وه، دا نو یو نهایتاً د ښه خبرداري او ترې د ښه درس اخیستنې او څېرې ښودنه او پیژندنه وه.