Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا د بنو په نښته کې کابو ۳۰ تنه وژل شوي

د خیبرپښتونخوا د بنو په نښته کې کابو ۳۰ تنه وژل شوي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳ مه) د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې په خیبرپښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په سختو نښتو کې، لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.

که څه هم پولیسو د حمله کوونکو د ډلې نوم نه دی یاد کړی او یوازې یې ویلي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو «ترهګرو» ترمنځ نښته شوې خو په خیبرپښتونخوا کې اکثره بریدونه ټي ټي پي کوي.

د پاکستان د پولیسو په وینا، دې نښته، چې پرون د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د میریان تحصیل اړوند د بارکزي اخوندخېل په سیمه کې شوې، چې پکې د اوو پولیسو او درېیو ملکي وګړو په ګډون ۱۰ کسان هم ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې په دې نښته کې ۲۵ وسله‌وال، دوه پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې د پولیسو افسر یاسر افریدي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې «ترهګرو» د بنو ولسوالۍ په بېلابېلو لارو کې خنډونه جوړ کړي وو، خو پولیسو د پرمختګ پر مهال وکولای شول هغه پاک کړي.

د پاکستان پولیسو ادعا کړې چې په دې نښته کې د وسله‌والو دوه مهم قوماندانان، زمری نور او عبدالله، هم وژل شوي دي.

ځايي سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې لا هم د بنو ولسوالۍ د بارکزي په سیمه کې ګڼ شمېر وسله‌وال حضور لري، او د دواړو لورو ترمنځ د ډزو دوام د وضعیت کړکېچ لا زیات کړی دی.

1 COMMENT

  1. https://taand.net/?p=247721
    د تیر په څیر اوس تازه بیا په بلوچستان کې برید شوی ویل کیږی ۳۴ کسان وژل شوی او تر ۹۰ پوری کسان وژل شوی
    ځکه دا ریل پټلۍ باندی شوی چې تیر ځل هم ۷۷ کسان په کې وژل شوی وو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...